Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایران کې د وړمې ورځې چاودنه؛ د وژل شوو شمېر ۴۰ ته رسېدلی او ټپیان تر زرو اوښتي

کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د ایران په بندرعباس کې د وړمې ورځې چاودنې له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی او د ټپیانو تر زرو اوښتي دی.

چاودنه د شنبې سهار د شهید رجايي په نوم بندر کې شوې چې د ایران د سوېلي بندرعباس ښار ته نږدې تر ټولو ستر سوداګریز بندر دی.

د هرمزګان ولایت د بېړنیو حالاتو د سمبالښت چارو مشر ویلي: «د پېښې لامل د هغو کانټینرونو چاودنه وه چې مهرلاک شوي نه وو.»

ایرنا لیکلي چې تر اوسه په دې پېښه کې ۴۰ کسان وژل شوي او تر زرو ډېر ټپیان شوي دي.

د ایرنا د راپور له مخې، د شهید رجایي بندر شاوخوا دوه زره او ۴۰۰ هکټاره مساحت او هر کال د ۷۰ میلیون ټنه بار د ځای پر ځای کولو ظرفیت لري چې درې میلیونه کانټینري محمولې په‌کې شاملې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.