کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې په تهران کې د ایران او افغانستان د سوداګریزو فرصتونو او وړتیاوو معرفي کولو کنفرانس د ایران د صادراتي وړتیاوو د اووم نندارتون په څنډه کې ترسره شو.
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کنفرانس د یاد وزارت د مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د ایران د صادراتي وړتیاوو د اووم نندارتون (ایران اکسپو ۲۰۲۵) په څنډه کې په تهران کې ترسره شوی دی.
خبرپاڼه کاږي، په دغه کنفرانس کې د دواړو هېوادونو اقتصادي، سوداګریز او د پانګونې فرصتونه او شته ستونزې وارزول شول.
د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپلو خبرو کې د کرنې برخه کې د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی ویلي یې دي: «اسلامي امارت هڅه کوي د کرنې او مالدارۍ برخو کې د پانګونې لپاره نور فرصتونه برابر کړي څو د سیمې او نړۍ په بازارونو کې پراخ ځای پیدا کړي.»
هغه زیاته کړې، د کرنې او مالدارۍ برخو کې ګډه همکاري کولای شي د دواړو هېوادونو اړیکې ټینګې کړي او د افغانستان او ایران لپاره د دوامداره پرمختګ بنسټ شي.
عثماني د کرنې برخه کې د ایران د ټکنالوجۍ د پرمختګ یادونه کړې او زیاته کړې یې ده چې افغانستان ته د کرنیزو تجربو او د دې ټکنالوجۍ لېږدول به د کرنې په وده او پراختیا کې ګټور تمام شي.
هغه ویلي: «افغانستان د یوه کرنیز هېواد په توګه چمتو دی، په ځانګړي ډول د کرنې او اوبولګولو برخو کې له ایران سره پراخې همکارۍ ولري.»
نوموړي د عصري کرنیزې ټکنالوجۍ د تبادلې پر اهمیت هم ټینګار وکړ.
د کرنې وزارت مرستیال دغه راز د اقتصادي پراختیا برخه کې د خصوصي سکټور محوري رول مهم بللی او له ایراني او نړۍوالو پانګوالو یې غوښتي چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ برخو کې پانګونه وکړي.
عثماني هیله څرګنده کړې چې دغه کنفرانس او د ایران نړۍوال نندارتون (ایران اکسپو ۲۰۲۵) د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او کرنیزو اړیکو د یوه نوي فصل پیل شي او دا به د دواړو هېوادونو د ملتونو او د سیمې د ثبات لپاره ګټورې تمامې شي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان د هند نیمه وچې عمومي مدیر عبدالساده نیسي هم ویلي، افغانستان د ایران په اقتصادي سیاستونو کې ځانګړی اهمیت لري او ټینګار یې کړی چې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا د سازمان له ستراتیژیکو لومړیتوبونو دی.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ لس میلیارد ډالرو ته د اقتصادي تبادلو کچې لوړولو خبره هم وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP