Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د چاه‌اب یو شمېر اوسېدونکي: د تخار د کانونو له عوایدو دې موږ ته سړکونه، کلینیکونه او ښوونځي جوړ شي

تخار (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۴): د تخار د چاه‌اب یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د دې ولسوالۍ سړکونه خراب دي، کلینیکونه او ښوونځي یې ودانۍ نه لري او له حکومته غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د کانونو عواید دې دوی ته د خدماتو په وړاندې کولو کې ولګېږي.

د سیمې یوه اوسېدونکي عبدالغفور سمتي پژواک خبري ازانس ته وویل: «زموږ ستونزې ډېرې دي، زموږ ډېر سړکونه خراب دي، زموږ سره زر وړي خو خلکو ته یې هيڅ ګټه نه رسېږي.»

هغه له اسلامي امارته غواړي چې له دغه درکه ترلاسه کېدونکي عواید دې د خامه سړکونو رغولو، ښوونځيو او کلینیکونو ته د ودانیو جوړولو برخه کې مصرف کړي.

ورته مهال، د دې سیمې یو بل اوسېدونکی سید مختار هم ورته غوښتنه لري او وایي: «د اسلامي امارت له مسوولینو مو غوښتنه دا ده چې د سیمې خلکو ته پاملرنه وکړي، زموږ د سرو زرو له عوایدو دې د سړکونو په پخولو او ښوونخيو جوړولو کې استفاده وشي.»

بلخوا، د اقتصادي چارو یو کارپوه محمدعمر کندوزي پّ دغه ولایت کې د کانونو استخراج د هېواد د اقتصادي وضعیت ښه کېدو لپاره مهم بللی دی.

هغه په دې اړه وویل: «د کانونو د استخراج په اړه حکومت باید پراخ پروګرامونه ولري، باید زیانمنې سیمې معلومې کړي، که کوم کان په کوم ځای کې کشفېږي، هغه کورنۍ چې هلته ژوند کوي، هلته باید نیمګړتیاوې په ګوته شي، حکومت باید د خلکو ستونزو لپاره مخکې له مخکې چمتووالی ولري.»

د هغه په خبره، کوم عواید چې له دغه درکه ترلاسه کېږي، باید د سیمې د خلکو د ستونزو هوارولو لپاره مصرف شي.

بلخوا، د دغه ولایت په چاه‌اب ولسوالۍ کې د کانونو د استخراج د یوه شرکت مسوول محمد عیسی وویل: «د اسلامي امارت له مسوولینو مننه کوو چې موږ ته یې د کار زمینه برابره کړې، موږ له حکومت سره همکاري لرو او حکومت هم له موږ سره همکاري کوي، ډېرو خلکو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي.»

ورته مهال، د تخار د چاه‌اب ولسوال مولوي عبدالقادر حامد وویل چې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې یې له مسوولینو سره شریکې کړې او ډېر ژر به هغوی ته رسېدنه وشي.

هغه وویل، هغه شرکتونه چې پر کانونو کار کوي، د استخراج د ځای ترڅنګ هغو ته ځمکې هم ورکول شوې څو یې فعالیتونه متمرکز شي او هغوی ته ویل شوي چې باید د دغو سیمو سړکونه جوړ شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خبره، د ترسره شوو سروې‌ګانو له مخې، دغه ولایت ډېر کانونه لري چې له ډلې یې په سمتي، نورابه، حصار او انجیر سیمو کې د پاشان سرو زرو کانونه، په تاقچه او چال کې د مالګې کان، په فرخار کې د کوارتز کان، په فرخار او بازارک کې د ډبرو سکرو کانونه شته دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.