کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کابل د بادام باغ څېړنیز فارم کې «د کرنې او مالدارۍ ملاتړ، ستاسو د روغتیا او اقتصادي ودې ضامن دی» تر سرلیک لاندې د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ کړ.
په دغه نندارتون کې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ محصولات، پروسس شوي تولیدات، لاسي صنایع، کرنیز ماشینونه، افغاني خالص زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبو لګولو تجهیزات، مثمر او غیرمثمر نیالګي، د برېښنا لمریزې تولیدوونکې دستګاوې او یو شمېر نور کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د کرنیزو محصولاتو په دغه نندارتون کې ۲۶۳ غرفې شته چې له دې ډلې ۵۶ غرفې د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې دي.

د کرنیزو محصولاتو یاد نندارتون سږ کال د هېواد د اقتصادي ودې، د افغانستان د کرنې سکټور پراختیا، د کورنیو تولیداتو ملاتړ، له کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې د فرهنګ ترویج او د کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې او پراختیا، په یادو برخو کې ځان بسیاینې ته د رسېدو او د هېواد د بزګرانو د هڅونې په موخه جوړ شوی دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري د دغه نندارتون پرانیستې په مراسمو کې وویل، د افغانستان ۷۵ سلنه خلک پر کرنه او مالدارۍ برخه کې بوخت دي.
دی وایي، د افغانستان کرنیز محصولات د کیفیت له اړخه په نړۍ کې ساری نه لري.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت مشرتابه حکم کړی چې اړوند وزارتونه دې په بېلابېلو برخو کې د هغو پروژو چارې پیل کړي چې د افغانستان لپاره اقتصادي ګټې لري.
ورته مهال، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل، د ننني نندارتون یوه اساسي موخه د بزګر او سوداګر ترمنځ د اړیکو ټینګول او کرنیزو محصولاتو لپاره یې د بازار موندل دي.
دی وایي، هڅه کوي څو د افغانستان کرنیزو محصولاتو لپاره مناسب بازار پیدا کړي.
همدارنګه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او ادارې مرستیال ملا آغاجان اخوند وویل، تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جګړو له امله د کرنې او مالدارۍ بنسټونه زیانمن شوي دي.
دی وايي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې څو ټول افغانان په کلک هوډ سره د افغانستان ابادۍ، سوکالۍ او ځانبسیاینې لپاره ګډ کار وکړي.
هغه بزګرانو ته ډاډ ورکړ چې د کرنې وزارت له دوی په بشپړ ډول ملاتړ کوي.
دی زیاتوي، د اسلامي امارت مشرتابه د هدایت پر اساس سږ کال یې له بزګرانو د ملاتړ په موخه د یو میلیارد افغانیو په ارزښت اضافي غنم پېرلي او د افغانستان په ستراتیژیکو زېرمو کې زېرمه شوي دي.
دغه راز، د اوزبېکستان د کرنې وزارت مرستیال ابدوذوکروف جمشید د یاد نندارتون د پرانیستې مراسمو کې وویل، د اوزبېکستان او افغانستان ترمنځ اقتصاي تعاملات ورځ تر بلې د زیاتوالي په حال دي او په خبره یې چې هېواد یې له افغانستان سره د کرنې په برخه کې مرستو ته ژمن دی.
دی وايي: «د اوزبېکستان او افغانستان ترمنځ اقتصادي تعاملات ډېره مهمه موضوع ده، موږ به پر دې باندې باید ډېر زیات کار وکړو، په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ اقتصادي راکړه ورکړه تقریباً ۴۰۰ میلیون ډالر وه، خو له نېکهمرغه چې دا په ۲۰۲۴ کال کې ډېر زیات انکشاف یې کړی او تقریباً ۵۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلی، موږ ژمن یو څو وکولای شو چې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې مرسته وکړو.»
ورته وخت کې، د نندارتون ګډونوال خوښ دي چې خپل محصولات او تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړي او له حکومته غوښتنه کوي چې تولیداتو ته یې بازار پیدا کړي.
د محبالله په نوم یوه صنعتګر چې له ننګرهاره راغلی، پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه نندارتون کې یې خوراکي توکي نندارې ته ایښي او تمه لري چې تولیدات یې خوښ کړای شي او مناسب بازار ورته وموندل شي.
دی وايي، دغسې نندارتونونه ګټور دي؛ د افغانستان تولیداتو ته دې په بهر کې هم نندارتونونه جوړ شي څو په دې توګه د نړۍ له بازارونو سره ونښلي.
د صالحې په نوم یوې صنعتګرې چې له بلخه راغلې، پژواک ته وویل چې په دغه نندارتون کې یې لاسي صنایع نندارې ته ایښي او د دغسې نندارتونونو جوړول ګټور بولي.
هغې دغه راز له حکومته وغوښتل چې د افغانستان د صنعتګرو د محصولاتو، په ځانګړي ډول د ښځینه وو محصولاتو لپاره دې په بهر کې بازار موندنه وکړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وزارت ژمن دی چې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ځنځیري ارزښت ته په کتلو د هېواد د بزګرانو او مالدارانو د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو ته له تولید تر مصرف په ټولو پړاونو کې د بازار موندنې او خرڅلاو زمینه برابره کړي.
د یادونې ده، د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال د غویي میاشتې په ۱۲مه هم د کابل بادام باغ څېړنیز فارم کې «کرنې ته بنسټیزه زمینه برابرول، د افغانستان د ځانبسیاینې زمینه برابروونکی» تر سرلیک لاندې د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP