کابل کې د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شو
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کابل د بادام باغ څېړنیز فارم کې «د کرنې او مالدارۍ ملاتړ، ستاسو د روغتیا او اقتصادي ودې ضامن دی» تر سرلیک لاندې د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ کړ.






