Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

راتلونکی میلادي کال ښايي افغانستان ته د هند د کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴): هندي رسنیو راپور ورکړی چې ښایي په ۲۰۲۶ مالي کال کې افغانستان ته د هند د کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي.

هندي ورځپاڼې (The Hindu businessline) پرون راپور ورکړی چې افغانستان ته د هند د کرنیزو محصولاتو صادرات ممکن په ۲۰۲۶ مالي کال کې کم شي.

په راپور کې راغلي، د هند له لوري افغانستان ته د کرنیزو محصولاتو صادرات چې د اسلامي امارت د رسمیت نه‌ پېژندنې سربېره هم دوام لري خو راتلونکې کال کېدای شي د پاکستان او ایران د لارو د احتمالي بندېدو له امله کم شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هند افغانستان ته خپل صادرات په ۲۰۲۵ مالي کال کې هم د تېر کال په پرتله له ۲۰ سلنې زیات راکم کړي دي.

د یادونې ده، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معلوماتو له مخې په تېر ۱۴۰۳ کال کې د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۸۹۰ میلیون امریکايي ډالر وه چې ۶۲۷ میلیون ډالر صادرات او ۲۶۳ میلیون امریکايي ډالر واردات جوړوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.