کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان بانک اعلان وکړ چې هرات کې یې د ۶۶۰ میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونه سوځولي دي.
د یاد بانک په خبر خبرپاڼه کې راغلي چې یادې پیسې د هېواد له غربي زون څخه راټولې شوې وې او سوځول شوو بانکنوټونو کې له لسګون تر زرګون افغاني بانکنوټونه شامل دي.
سرچینې لیکلي چې یادې پیسې د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې له کره شمېرنې وروسته سوځول شوې دي.
د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمداخند د یادو بانکنوټونو د سوځولو پر مهال له خلکو غوښتي چې سوداګریزې راکړې ورکړې کې د بانکنوټونو ساتنې ته جدي پاملرنه ولري څو مخکې له وخته زړې نهشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP