منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۵ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د نږدې ۶۶۱ میلیون افغانیو په ارزښت زاړه بانک‌نوټونه وسوځول شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۶۰ کتنې

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان بانک اعلان وکړ چې هرات کې یې د ۶۶۰ میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت زاړه بانک‌نوټونه سوځولي دي.

د یاد بانک په خبر خبرپاڼه کې راغلي چې یادې پیسې د هېواد له غربي زون څخه راټولې شوې وې او سوځول شوو بانک‌نوټونو کې له لسګون تر زرګون افغاني بانک‌نوټونه شامل دي.

سرچینې لیکلي چې یادې پیسې د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې له کره شمېرنې وروسته سوځول شوې دي.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمداخند د یادو بانک‌نوټونو د سوځولو پر مهال له خلکو غوښتي چې سوداګریزې راکړې ورکړې کې د بانک‌نوټونو ساتنې ته جدي پاملرنه ولري څو مخکې له وخته زړې نه‌شي.