کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معين د پاکستان له یو شمېر سوداګرو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې سیاست باید له سوداګرۍ او اقتصاد څخه جلا وساتل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ واټن رامنځته کول دواړو لوریو ته اقتصادي زیان رسوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت معين مولوي صدراعظم عثماني، د ایران د صادراتي ظرفیتونو نړۍوال نندارتون (ایران اکسپو) په څنډه کې د پاکستان له یو شمېر سوداګرو سره لیدنه او خبرې اترې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو، صنعتي کرنې، د کرنیزو محصولاتو برخه کې پانګونې، او د خصوصي سکټور د پراختیا په اړه بحث کړی دی.
پاکستاني سوداګرو په دې لیدنه کې ویلي چې شاوخوا ۸۰ سلنه سوداګري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پورې اړه لري. هغوی د دواړو هېوادونو ترمنځ په بندرونو کې د فساد د کچې د ټیټېدو هرکلی کړی، او د پاتې ستونزو د ژر حل او د ګډو بازارونو د جوړېدو غوښتنه یې کړې ده.
عثماني ټینګار کړی چې سیاست باید له سوداګرۍ او اقتصاد څخه جلا وساتل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ واټن رامنځته کول دواړو لوریو ته اقتصادي زیان رسوي.
هغه دغه راز زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو د کرنیزو محصولاتو د ودې فصلونو د توپیر له امله، هر هېواد کولی شي د بل د کرنیزو محصولاتو لپاره مناسب بازار واوسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP