د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معين د پاکستان له یو شمېر سوداګرو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې سیاست باید له سوداګرۍ او اقتصاد څخه جلا وساتل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ واټن رامنځته کول دواړو لوریو ته اقتصادي زیان رسوي.