زرنج (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۴): «بایناز» د نیمروز د مرکز زرنج ښار یو لري پروت کلی دی؛ هغه ځای چې د ګوتو په شمېر څو کورنۍ ژوند په کې کوي. د دغه کلي اوسېدونکي لومړنیو، په ځانګړې توګه روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي برخه کې د ستونزو په اړه خبرې کوي.
روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی د هېواد د هر وګړي له اساسي حقونو دی خو د زرنج ښار په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت د «بایناز» کلي زړې ښځې او سپینږیري د حکومت له نه پاملرنې او روغتيایي مرکزونو له نشتوالي شکایت کوي. په مرکه شوو کې داسې کسان هم شته چې ماشومان یې د واکسین نه ترلاسه کولو له امله فلج شوي او یوه مور چې د زېږون پر مهال یې خپله لور له لاسه ورکړې ده.
کله چې کلي ته ورغلو، له سپېرې ځمکې، خټینو کورونو او د ناجو له څو ونو پرته بل څه نه لیدل کېدل؛ د دغه کلي په یوه څلوردیوالي کې په خاورو ککړو څو ماشومانو لوبې کولې، یو بل ځای کې مې د سدیس په نوم یو تنکی ځوان ولید چې د اوبو له دوو بوشکو سره ړنګ ړنګ کور ته روان وو.
د دغه هلک خوا ته ورغلم، د دغه ډول ګرځېدو د لامل په اړه مې ترې وپوښتل، ویې ویل، په ماشومتوب کې یې د ګوزن واکسین نه دی کړی او اوس په دواړو پښو فلج دی.
هغه روغ رمټ زېږېدلی و خو په شپږ کلنۍ کې د روغتیايي خدمتونو نشتوالي او د پولیو واکسین نه اخیستو له امله فلج شوی او له هغه راهیسې نه شي ګرځېدلای. هغه د ژوند له سختیو د کیسې کولو پر مهال غریو نیولی شو او ژبه یې بنده بنده کېده.
سدیس وویل: «شپږ کلن وم چې فلج شوم، زموږ په کلي کې نه واکسین و، نه ډاکټر او نه کلینیک، که واکسین راته شوی وای او یا مو په کلي کې ډاکټر وای، اوس به مې وضعیت دا ډول نه و.»
د انګړ په بل کونج کې د فایزې په نوم ځوانه نجلۍ چې ځان یې د سدیس خور رامعرفي کړ، هم په ماشومتوب کې د ګوزڼ واکسین نه اخیستو له امله پر دواړو پښتو فلج شوې ده. هغې چې اوس ۲۵ کلنه ده، د ګرځېدو لپاره لکړه ورسره ګرځوي.
هغه وايي: «زه او ورور مې کلونه کېږي له کوره نه وځو، د خلکو په خوښیو او غم کې ګډون نه کوو، درس مو نه دی ویلی، سواد نهلرو.»
له دغو دوو خویندو او یوه ورور سره له څو شېبو خبرو وروسته چې ګورو د هغوی مور فرزانه له یوې خونې راووته، چې ګوري اولادونه یې له ما (خبریال) سره خبرې کوي، نږدې راغله ويې ویل: «په کلي کې مو نه کلینیک شته او نه ډاکټر، دغه ستونزه د اوس وخت نه ده، له ډېر پخوا راهیسې ده، موږ هېر شوي یو.»
فرزانې چې خپلو دوو فلج اولادونو ته کتل، د ناهیلۍ په انداز یې وویل: «د کلي خلک چې ناروغېږي، باید ښار ته ولاړ شي، هغه ښځې چې میندواره وي، ځینې یې د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي، کوم ماشوم چې ناروغ وي، که نسناستی یا زړه بدوالی ولري، همدلته ژوند له لاسه ورکوي، کلیوال ډېر بېوزله دي، د تګ راتګ وسیله نه لري چې مرکزي روغتون ته ولاړ شي.»
د هغې په وینا، ډاکټرانو یې د اولادونو د فلج لامل د واکسین نه ترلاسه کول بولي؛ ځکه هغه مهال یې په سیمه کې د پولیو واکسین نه تطبیقېده، اوس هم نه کېږي؛ ځکه دغه کلي ته د موټر لار نشته او هيڅ روغتیایي کارکوونکی حاضر نه دی د واکسین لپاره تر دغه ځایه راشي.
روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي برخه کې ستونزو یوازې فرزانه نه ده دردولې، بلکې نورې کورنۍ هم له دې اړخه زیانمنې شوې او دردوونکې کیسې لري.
د لور په غم کې دردمنه یوه مور
ګلبشره د «بایناز» کلي بله اوسېدونکې ده چې څو کاله مخکې یې لور د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ؛ ځکه د زېږون په وخت کې شدیده وینه بهېدنه ورته پیدا شوې وه، له دې امله چې نیمه شپه وه، د موټر امکانات نه و او د سړک نشتوالي ستونزه هم وه، ناروغ یې زرنج ښار کې ولایتي روغتون ته ونه شوای رسولی.
هغه وايي: «لور مې ۱۸ کلنه وه، نوی یې واده کړی و، خاوند یې موټر نه درلود چې ښار ته یې بوځي څو ماشوم یې هلته نړۍ ته راشي، ځايي قابله مو راوسته، خو د زېږون پر مهال شدیده وینه بهېدنه ورته پیدا شوه، فشار یې لوړ شوی و، مړه شوه، لور مې نامراده شوه.»
د ګلبشرې په وینا، یوازې د دې لور نه ده چې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي برخه کې د ستونزو قرباني شوې، بلکه نورې ښځې هم له ورته ستونزو سره مخ شوې دي.
«هیڅ یوه حکومت موږ ته کار نه دی کړی»
د «بایناز» کلي بله اوسېدونکې فاطمه هم په خپل کلي کې د روغتیايي خدماتو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، له کلونو راهیسې یې په کلي کې کلینیک نشته، ښوونځی نشته، سړک نشته. «موږ هېر شوي یو، هیڅ حکومت موږ ته کار نه دی کړی.»
هغې په دغه کلي کې د دولتي کلینیک نشتوالی جدي ستونزه وبلله ویې ویل چې ډېری ښځې په کور کې زېږون کوي او ځیني وخت د دې شاهد وي چې یو شمېر ښځې د زېږون پر مهال له سخت وضعیت سره مخ شوې او ان د مرګ تر بریده رسېدلې دي.
په بایناز کلي کې شته ستونزو ځينې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې کړې دي
د ژوند لومړنیو امکاناتو ته د لاسرسي برخه کې ستونزې او د حکومت نه پاملرنه د دې لامل شوې په دغه کلي کې د ۲۵ کورنیو له ډلې ۱۱ یې خپلې مېنې پرېږدي او نورو سیمو ته کډه شي.
د دغه کلي د شورا رییس غلامنبي وايي: «زموږ په کلي کې د سړک، ښوونځي، کلینیک او نور امکانات نشته، زموږ کلی یو له پامه غورځول شوی کلی دی.»
هغه زیاته کړه، مخکې په دغه کلي کې ۲۵ کورنۍ اوسېدې، خو اوس د وچکالۍ، تودوخې ډېرېدو او ماشومانو د مړینې زیاتېدو له امله ټولې ایران ته کډه شوې او دا مهال یوازې ۱۴ کورنۍ په دغه کلي کې پاتې دي.
هغه وویل: «اوړی ډېر ګرم وي، ماشومان هره ورځ مریضانېږي، ډاکټر او دوا هم نشته، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، ډېری مهال یې وضعیت خرابېږي او ځیني وخت ان د ناروغ د مړینې لامل هم کېږي.»
خو دا یوازې بایناز کلی نه دی چې اوسېدونکي یې له دغه ډول ستونزو سره مخ دي، د زرنج ښار د «سخي زیارت» او «مولانا» کلیو اوسېدونکي هم له دې ډول ستونزو سر ټکوي.
په همدې حال کې، د زرنج ښار په ۲۰ کیلومترۍ کې د «زیارت سخي» کلې اوسېدونکې سایره بلوچ هم ورته شکایت لري او وايي، په دغه کلي کې د روغتیايي مرکز نشتوالی د دې لامل شوی څو ډېری ښځې د اقتصادي ستونزو له امله د امېدوارۍ او زیږون پر مهال روغتیايي مرکزونو ته مراجعه ونه کړي.
هغې زیاته کړه: «شپږ میاشتې مخکې مې زېږون وکړ، د زېږون پر مهال خونریزي راته پیدا شوه څو چې یې ښار ته رسولم، ماشوم مې ضایع شو؛ ډېر درد لري، ۹ میاشتې مې سختي تېره کړه، اخر د زېږون په ورځ مې ماشوم له لاسه ورکړ.»
نوموړې وايي، په کلي کې یې چې څه باندې ۵۰ کورنۍ اوسېږي، ان روغتیايي پوسته او ګرځنده روغتیايي ټیم هم نشته څو له میندوارو ښځو سره مرسته وکړي او نسايي ولادي خدمات ورته وړاندې کړي.
د مولانا کلی چې د زرنج ښار په ۱۵ کیلومترۍ کې پروت دی، هم روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
ګلبيبي چې خپل دوه لمسیان یې روغتیایي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله له لاسه ورکړي وایي چې له ډېر پخوا راهیسې یې په کلي کې روغتیایي خدمات نشته، کله ناکله ګرځنده روغتیایي ټیمونه ورځي.
هغې چې له بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو شکایت درلود وویل، بېوزلو او فقیرو کورنیو ته ډېره ستونزمنه ده چې خپل ناروغان له خپلې سیمې لرې سیمې ته بوځي.
هغې وویل: «تېر کال مې لمسي اسهالات او استفراق درلود، په خپل سر مې له درملتونه درمل واخیستل، په دې فکر وم چې ښه به شي، خو ښه نهشو، شپه وه، ماشوم د ډېرې ګرمۍ له امله مړ شو.»
نوموړې د خپل لمسي په اړه د کیسې کولو پر مهال په ژړا شوه ویې ویل، اسلامي امارت باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي، لږ تر لږه ګرځنده روغتیایي ټیمونه دې راولېږي.
بلخوا، د نیمروز ولایتي روغتون کې د نسایي ولادي یوې متخصصې یلدا فیاض واثق وویل: «په لرو پرتو سیمو کې ډېری ښځې د کلینیکونو لرېوالي له امله په کورونو کې زېږون کوي، له بده مرغه روغتیایي امکاناتو ته نه لاسرسی په کورونو کې د زېږون پر مهال مړینې ډېروي.»
د هغې په خبره، په لرو پرتو سیمو کې ميندې د زېږون پر مهال او له زېږون وروسته له ګڼو ستونزو لکه خونريزي، لوړ او ټيټ فشار سره مخ کېږي، په داسې حال کې چې د ډاکټرې، قابلې او روغتیایي امکاناتو له مرستې پرته له منځه ځي او دغه ډول مړینې زموږ د روغتون په کتاب کې هم نه ثبتېږي.
د نیمروز د روغتیا ریاست
د نیمروز د عامې روغتیا رییس مولوي عبدالله په دې اړه وویل، مخکنیو حکومتونو په ډېرو برخو کې پاملرنه نه ده کړې، لرې پراته کلي، لکه همدغه ذکر شوي کلي اوس هم روغتیایي کلینیکونه نه لري.
هغه زیاته کړه چې مخکې د موسسو په همکارۍ لرو پرتو کلیو ته په نوبتي ډول ګرځنده روغتیایي ټیمونه تلل، خو له یوې موده راهیسې د موسسو کار هم محدود شوی او په لرو کلیو کې روغتیایي خدماتو ته د خلکو لاسرسی هم محدود شوی دی.
هغه زیاتوي، د سلو بسترونو په ظرفیت د نیمروز ولایتي روغتون جوړولو چارې چې د یوه عربي خیریه بنسټ په همکارۍ له پنځو کلونو ځنډ وروسته بشپړې شوې.
د هغه په خبره، هڅه کوي لرو پرتو سیمو ته هم روغتیایي خدمات ورسوي او دې موخې ته د رسېدو لپاره د موسسو، سوداګرو او خلکو همکارۍ ته اړتیا ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، په لرو پرتو سیمو کې ډېر روغتیایي مرکزونه ودانۍ لري، خو ډاکټران نه حاضرېږي هلته ورشي او کار وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP