Language

د کرکټ ملي لوبډلې په یو ورځنیو لوبو کې اووم مقام ترلاسه کړ

کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په تازه درجه‌بندۍ کې اووم مقام ترلاسه کړی دی.

د کرکټ نړۍوالې شورا دغه تازه‌ درجه‌بندي نن پر خپله فیسبوک‌پاڼه نشر کړې چې افغانستان په کې په یو ورځنیو لوبو کې اووم مقام ترلاسه کړی دی.

افغان لوبډله په تازه درجه‌بندۍ کې د انګلستان، وېسټ‌انډیز او بنګله‌دېش له لوبډلو مخکې ده.

د یو ورځنیو لوبو په درجه‌بندۍ کې هند لومړی، نیوزلینډ دویم او اسټرالیا درېیم مقامونه ترلاسه کړي دي.

دغه راز، افغان لوبډلې د کرکټ نړۍوالې شورا د شل اووریزو لوبو درجه‌بندۍ کې لسم او په ټېسټ لوبو کې بیا ۱۱م مقام لري.

د یادونې ده، د دې تازه درجه‌بندۍ له‌مخې هند په یو ورځنیو او شل‌اووریزو لوبو کې لومړی مقام لري او په ټېسټ لوبو کې بیا دغه مقام له استرالیا لوبډلې سره دی.