Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ګوټرېش: هند او پاکستان دې له پوځي جګړې ډډه وکړي

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د اپرېل ۲۲مې پېښه غندلې او غوښتنه یې کړې چې هند او پاکستان دې له پوځي جګړې ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ په وروستیو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړې: «زه د اپرېل په ۲۲مه په پهلګام کې ترهګریز برید په کلکه غندم.»

نوموړي لیکلي، دا اړینه ده، په ځانګړې توګه په دغه مهم وخت کې هند او پاکستان له داسې پوځي جګړې ډډه وکړي چې ژر له کنټروله وځي او په خبره یې، پوځي جګړه د حل لاره نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او هند اړيکې د روانې میاشتې (غویي) په درېیمه د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو له هغه وسله‌وال برید وروسته چې ۲۶ کسان په‌کې ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول، سختې ترینګلې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.