Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د یوې ښځې د ژوند بدلون؛ له طب څخه د معجون جوړولو تر کاروباره

کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۴): کابل ښار کې د سوسن قاضي‌زاده په نوم یوې ښځې چې خپلې لوړې زده‌کړې یې په معالجوي طب کې کړې او په اګزیټ ازموینه کې له ګډونه پاتې شوې، اوس یې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره د معجون جوړولو او پلورلو کاروبار پیل کړی دی.

سوسن چې د کابل ښار د خیرخانې سرکوتل ساحې اوسېدونکې ده، خپلې لوړې زده‌کړې یې په ۱۴۰۱ کال کې په کابل کې د «مورا» پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي کې پای ته رسولې دي.

سوسن چې په اګزیت ازموینه کې د ګډون په تمه وه څو د دې ازموینې له تېرېدو وروسته په یوه روغتیايي مرکز کې دنده واخلي وویل، د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه د دې لامل شول چې خپلې دې هيلې ته ونه رسېږي.

هغه وايي: «د تمې او ناهیلۍ خلاف ما ته انګېزه پیدا شوه؛ تل د داسې کار په لټه وم څو د ځان، کورنۍ او خلکو لپاره په ګټه وي؛ هغه څه چې هم درملنه وي او هم عاید.»

له طبابته د معجونونو تر جوړولو

سوسن د ستاژ په دوره کې له ډېرو ناروغانو سره مخ شوې؛ لکه د وینې کمښت، کمزوري، خپګان او مزمن دردونه، د هغې دې ته پام شو، ان هغه کسان چې لبنیات خوري او لمر اخلي بیا هم د هډوکو له ورستېدو شکایت لري؛ همدا موضوع د دې لامل شوه چې د سوسن په ذهن کې د کاروبار یوه نظریه پیدا شي.

سوسن څېړنه پیل کړه؛ د سنتي طب له سرچینو نیولې په انټرنېټ کې تر پلټنې؛ هغې ومونده چې کنجد د کلسیم غني سرچینه ده او همدلته یې د کنجد، خرما او شاتو د ترکیب نظریه په ذهن کې پیدا شوه.

هغه وايي: «متوجه شوم چې د ایران خلک د کنجدو پوډر او د خرما شیره یوځای مصرفوي؛ سهار او ماسپښین یې خوري، ما هم پرېکړه وکړه چې موږ هم ترې باید ګټه واخلو، افغانستان کې کنجد ډېر او باکیفته هم دي، ما هم وغوښتل له خپل خاوند سره په ګډه همدغه کار پیل کړم.»

د دوه زره ډالرو په پانګونه د معجون جوړولو پیل

مېرمن سوسن چې شپږ میاشتې مخکې یې د دوه زره امریکایي ډالرو په پانګونه په کور کې د معجون د تولید کار پيل کړ، لومړی چې کومو کسانو دغه معجون واخیستل، اوس یې دایمي پېرېدونکي دي.

هغه وايي، اوسمهال دوه ډوله معجون جوړوي؛ ساده معجون چې د خرما له شیرې، شاتو او د کنجدو له پوډرو جوړېږي او دویم معجون چې د لس ډوله مغزیاتو له پوډرو لکه بادام، انځر، سنجد، ادرک، نارګیل، میخک، دارچین، هیل او جنسینګ څخه جوړېږي.

هغه ټینګار کوي: «موږ له هيڅ کیمیاوي مادې کار نه اخلو، له میخک، دارچین او د لیمو له اوبو د طبیعي ساتونکي په توګه کار اخلو. که مصنوعي مواد په کې واچوو، خوراکي ارزښت یې له منځه ځي.»

د تولید پروسه؛ پاکه، دقیقه او دودیزه

د یادو معجونونو جوړولو لپاره لومړی کنجد مینځي او وچوي یې، بیا یې سره کوي او په ځانګړې دستګاه کې یې پوډر کوي. بیا یې شاتو او د خرما له شیرې سره ګډوي. که ځانګړي معجون وي، د مغزیاتو پوډر هم ور اضافه کوي.

مېرمن سوسن وايي، یاد معجون په یو کیلویي او نیم کیلویي بوتلونو کې جوړېږي، هره ورځ د پېرېدونکو فرمایشونو ته په کتو لس تر شل قطي معجون جوړوي.

د څو ناروغیو معجون؛ د ټولو لپاره، په هر حال کې

مېرمن سوسن وايي: «یاد معجون د ټولو لپاره ګټور دي؛ ماشومانو، میندوارو یا شیدې ورکوونکو مېرمنو، سپین‌ږیرو، ورزشکارانو او ان د شکر ناروغانو لپاره هم ګټور دي. څوک چې غواړي وزن کم کړي، باید لږه ګټه ترې واخلي؛ څوک چې غواړي چاغ شي نو له ډوډۍ سره دې وخوري.»

هغه په پام کې لري چې که په راتلونکي کې یوه معاینه‌خونه پرانیزي او خپلو ناروغاتو ته هم د دغه معجون سپارښتنه وکړي؛ ځکه په خبره یې، «دا مکمل خواړه دي، درمل نه دي؛ خو رغوونکی اغېز لري.»

یوه جوړه، یو ټیم

د سوسن د بریا تر شا د هغې خاوند دی چې اوږه په اوږه ورسره مرسته کوي.

د سوسن خاوند ذکرالدین قاضي‌زاده پژواک ته وویل: «په ټولو مرحلو کې مې له خپلې مېرمنې ملاتړ کړی. ان‌شاءالله په راتلونکي کې غواړم تر دې لویه کارخونه جوړه کړم څو نه یوازې معجون، بلکې د خوږو حلوا او مقوي سهارنهاری هم تولید کړو.»

هغه وویل چې د معجون د بسته‌بندۍ، پېر او پلور برخه کې له خپلې مېرمنې سره مرسته کوي.

کارپوه: دغه ډول ښځې هم په خپله ځان بسیاینې ته رسېږي او هم نورو ښځو ته د کار زمینه برابروي

د اقتصادي چارو پوه ظاهر بهزاد د سوسن د کار ستایلو ترڅنک وویل: «په ایران کې، هغه کارونه چې د ښځو له لوري مدیریت کېږي، د خپل هېواد د عوایدو ۱۲ سلنه تشکیلوي. دغه کچه په ترکیه او پاکستان کې تر دې لوړه ده.»

هغه باور لري چې په افغانستان کې د ښځو کاروبار، شرایط او د امنیت تامین ته په کتو ښايي د هغوی لپاره د عاید پر سرچینه بدل شي، نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي‎او د حکومت د مالیاتو یوه برخه تشکیل کړي.

د معجون استفاده کوونکي

کابل ښار کې یو هټۍوال محمود عمري پژواک ته وویل چې دغه معجون ښه خوند او عالي کیفیت لري.

هغه زیاته کړه: «پېرېدونکي یې له موږ غواړي، خپله مې هم استفاده کړي. تقاضا ډېره ده.»

په همدې حال کې، د کابل ښار بله اوسېدونکې فرشته غوثي وايي، شپږ میاشتې کېږي چې دغه معجون استفاده کوي او ښه نتیجه یې ورکړې ده.

هغې زیاته کړه: «د روژې په میاشت کې ډېر ښه و چې استفاده کول مې او د ورځې به نه وږې کېدم.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.