Language

ننګرهار کې لسګونه سېلاب‌ځپلو کورنیو ته کورونه جوړ شول

جلال‌اباد (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د نږدې ۱۱۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت لسګونه سېلاب‌ځپلو کورنیو ته کورونه جوړ شول.

د ننګرهار ولایت د د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کورونه د ډنمارک کډوالۍ سازمان (DRC) په مالي لګښت جوړ شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده سیمه کې ۵۴ سېلاب‌ځپلو کورنیو ته کورونه جوړ شوي چې ټولټال پرې ۱۱۴ زره او ۷۴۵ امریکایي ډالره لګښت راغلی دی.

د ډنمارک کډوالۍ سازمان استازي منیراحمد منیب ویلي، له دې مخکې هم د یادې ادارې له لوري په اچین او سپین‌غر ولسوالیو کې ۳۰۷ کورونه بیارغول شوي او همداراز د نورو زیربنایي او بېړنیو مرستو په اړه راتلونکي کې چمتووالی لري.