Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د «نجيب‌الله تره‌کي د معلولينو شل‌اوريز کرکټ جام» دیارلسم پړاو سیالۍ پيل شوې

خوست‌ښار (پژواک، ۱۷ غويی ۱۴۰۴): په خوست ولایت کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د «نجيب‌الله تره‌کي د معلولينو شل‌اوريز کرکټ جام» دیارلسم پړاو سیالۍ د هېواد د پنځو زونونو د غوره لوبډلو ترمنځ پيل شوې.

دغه سيالۍ د غويي ۱۷مه د خوست د رحمت‌ولي مسرور کرکټ ملي لوبغالي کې پیل شوې.

د کرکټ بورډ د مسوولینو په وینا، په یادو سیالیو کې د امو، بند امير، بُست، ميس عينک او سپين‌غر زونونو معلولینو لوبډلو ګډون کړی دی.

د خوست د ولايتي کرکټ ادارې وياند اکبرعلي سمون پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغو سياليو موخه د هېواد معلوليت لرونکو وګړو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي.

د نوموړي په وينا، دغه لوبډله به په راتلونکي کې له هېواده بهر سفرونه او په نړۍواله کچه به د افغانستان استازولي کوي.

دی زياتوي: «معلوليت لرونکو وګړو ته په دې وروستيو کې د افغانستان کرکټ بورډ ډېره پاملرنه کړې ده او هڅې روانې دي چې بهرني سفرونه هم وشي؛ تېر کال چې د کونګيانو نړۍوال جام چې پاکستان کې ترسره شو، افغان لوبډله يې برخه وه. د افغانستان کرکټ بورډ په خپل کلني پلان کې دويم ټورنمنټ هم دغو لوبغاړو ته اضافه کوي.»

په همدې حال کې د کرکټ لوبغاړي وايي چې دا سيالۍ د نوو او ځوانو لوبغاړو په روزنه کې مهم رول لري.

د بست لوبډلې یوه لوبغاړي احمدالله، پژواک ته وویل چې دا ډول سیالۍ د نوو لوبغاړو د روزنې لپاره غوره فرصتونه برابروي.

هغه زیاته کړه: «لکه څنګه چې نور لوبغاړي کرکټ کوي، موږ هم کولای شو خو اړتیا لرو چې موږ ته هم پام وشي.»

بل لوبغاړي بشيراحمد ځدراڼ له کرکټ بورډه وغوښتل چې د معلولینو کرکټ ته لا زیاته پاملرنه وکړي او د نړۍوالو لوبډلو، لکه هند، پاکستان او انګلیستان پر وړاندې ورته سیالۍ برابرې کړي.

د يادونې ده، يادې سيالۍ به اووه ورځې دوام ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.