Language

کابل ښار کې د ۳۰ کلبونو د لوبغاړو ترمنځ د ووشو سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۴): د المپیک ملي کمېټه وایي، نن یې د کابل ښار له ۳۰ کلبونو څخه د ۲۰۰ لوبغاړو ترمنځ د ووشو سیالۍ پیل کړې دي چې درې ورځې به دوام وکړي.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې کابل کې له ۳۰ کلبونو څخه د ۲۰۰ لوبغاړو ترمنځ د ووشو سیالۍ پیل شوې

سرچینې لیکلي، د یادو سیالیو موخه د کابل د ووشو منتخبو سیالیو ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي چې درې ورځې به دوام وکړي.

سرچینې زیاته کړې، یادې سیالۍ د کوچنیانو، نوو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په څلورو عمري کټګوریو کې ترسره کېږي.

د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو په پای کې به د کابل ښار منتخبو سیالیو ته ۴۰ غوره لوبغاړي وټاکل شي.

Related Topics