Language

بادغیس کې چاودنې دوه ماشومان وژلي

فیروزکوه (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۴): د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو چاودنې دوه ماشومان وژلي دي.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه پېښه پرون (دوشنبه، د غویي ۲۲مه) د قادس ولسوالۍ په «قرچغي» سیمه کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چاودنه هغه مهال شوې چې دوو ماشومانو پر چاودېدونکو توکو – چې بڼه یې نه ده معلومه – لوبې کولې.

د سرچینې په خبره، د دې پېښې قربانیان وروڼه کېدل او عمرونه یې له ۱۰ تر ۱۲ کلونو وو.

د یادونې ده، په افغانستان کې له تېرو څو لسیزو جګړو پاتې چاودېدونکي توکي لا هم د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند اخلي.

Related Topics