فیروزکوه (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۴): د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو چاودنې دوه ماشومان وژلي دي.
د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیقالله صدیقي د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه پېښه پرون (دوشنبه، د غویي ۲۲مه) د قادس ولسوالۍ په «قرچغي» سیمه کې شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چاودنه هغه مهال شوې چې دوو ماشومانو پر چاودېدونکو توکو – چې بڼه یې نه ده معلومه – لوبې کولې.
د سرچینې په خبره، د دې پېښې قربانیان وروڼه کېدل او عمرونه یې له ۱۰ تر ۱۲ کلونو وو.
د یادونې ده، په افغانستان کې له تېرو څو لسیزو جګړو پاتې چاودېدونکي توکي لا هم د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند اخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP