Language

لوګر کې ترافیکي پېښې؛ درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپیان شوي

پل‌علم (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۴): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د کابل – ګردېز پر لویه لار د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل چې لومړۍ پېښه د پل‌علم ښار اړوند د «تېرې کوتل» په سیمه کې د یوه سراچه موټر د چپه کېدو له امله شوې چې په کې د دوو ښځو او یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، دویمه پېښه د محمداغې ولسوالۍ د «زاهدآباد» په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو موټرسایکل د لوړ سرعت له امله له سړکه وتلی او څلور تنه یې ټپیان کړي دي.

هغه وایي، یادې دواړه پېښې پرون مازدیګر شوې دي، او ټپیان د امنیتي ځواکونو او خلکو له‌ خوا ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی او د لا ښه درملنې لپاره کابل ته انتقال شوي دي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند په خبره، دواړه ترافیکي پېښې د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځته شوې دي.

هېره دې نه وي چې په دې وروستیو کې د کابل – ګردېز پر لویه لار د لوګر ولایت په مربوطاتو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي او مسؤولین یې لامل د پاکستان لاس موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکول او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطۍ بولي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.