Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ورېښمو بندر کې د باروړونکو موټرو کرایې لپاره نوې لایحه؛ سوداګر خوښ دي خو موټرچلوونکي شکایت کوي

زرنج (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۴): د نیمروز د ورېښمو بندر له لارې د سوداګرۍ کمېدو په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته اړوندو ادارو د دغه بندر له لارې د سوداګرۍ کچې ډېرېدو په موخه د باروړونکو موټرو کرایې لپاره لایحه جوړه کړې چې د سوداګرو له هرکلي او د ځینو موټرلرونکو له نارضایتۍ سره مخ شوې ده.

پژواک خبري اژانس د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په میاشت د «ځیني سوداګر او د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونه د ورېښمو بندر له لارې سوداګرۍ کمېدو ته اندېښمن دي» تر سرلیک لندې یو راپور خپور کړی و.

د یاد بندر له لارې د سوداګرۍ کمېدو غبرګون کې د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اړوندو ادارو په مرسته او د ولایت مقام په لارښوونه د لویو موټرو کرایو لپاره یوه رسمي لایحه جوړه کړې ده.

د ورېښمو بندر له لارې سوداګري بېرته ښه کېږي

د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل مدیر نجیب‌الله خاشرودي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ورېښمو بندر له لارې د سوداګرۍ حجم کمېدو له امله اړوندو ادارو پرېکړه وکړه چې په دې برخه کې یو لړ اقدامات وشي.

هغه زیاته کړه، په یوه درې ورځنۍ مشورتي ناسته کې د اړوندو بنسټونو لکه د ګمرک، ترانسپورټ، سوداګرو، موټرچلوونکو او د عالمانو د استازو په شتون کې پرېکړه وشوه چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په رسمي او ثابته توګه د لویو موټرو د بار کرایه وټاکل شي.

هغه څرګندوي چې د نوې لایحې له مخې، له بندر عباسه تر افغانستانه د ۲۲ ټنه وزن د لېږد کرایه ۶۵ میلیون ایراني تومان ټاکل شوې او د وزن ډېرېدو په صورت کې د هر ټن په بدل کې یونیم میلیون تومان کرایه هم اضافه کېږي او د اسعارو د بیې د بدلون په صورت کې به بیا جلسه نیول کېږي او نوې کرایه به ټاکل کېږي.

ورته مهال، د نیمروز د ځمکني ترانسپورټ رییس مولوي محمداقبال کلیم‌الله هم وايي چې یاده لایحه د ورېښمو بندر کې د خلکو کاروبار ښه کېدو او د سوداګرۍ حجم ډېرېدو په موخه جوړه شوې ده.

هغه وویل چې یاده پرېکړه د سوداګرو د شکایتونو ډېرېدو او له یاد بندره د سوداګرۍ حجم کمېدو په اړه د پژواک د راپور له خبرېدو وروسته شوې او زیاته یې کړه: «موږ له پژواک څخه مننه کوو چې تل دا ډول اړین موضوعات څاري؛ پژواک اوس د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکې پل دی.»

د یو شمېر سوداګرو هرکلی

د ورېښمو بندر کې یو سوداګر رحمت‌الله صادقي پژواک ته وویل، په دغه بندر کې ستونزې له ډېر وخت راهیسې وې؛ له سوداګرو د موټرچلوونکو له خوا د ډېرو پیسو اخیستل د دې لامل شوي وو چې سوداګر له دغه بندره خپل توکي وارد نه کړي.

هغه زیاته کړه: «هیڅ څه هم ښکاره نه وو، هر چا په خپل سر کار کاوه، ځینې ورځې به د بار کرایه ۱۷۰ میلیون تومانو ته رسېده، ځینې ورځې به ۳۰ میلیون تومانو ته راټیټېده.»

د یو شمېر سوداګرو په وینا، باروړونکي موټرو به کله په ډېره لوړه او کله په ډېره ټیټه کرایه راتلل؛ د سوداګرو همدا شکایتونه د دې لامل شول چې د ترانسپورټ وزارت لایحه جوړه کړي.

هغه د یادې لایحې د جوړېدو هرکلی وکړ او له مسوولینو یې وغوښتل چې دغه وضعیت تل دوام ولري.

ورته مهال، ورېښمو بندر کې یو بل سوداګر اخترمحمد خاشرودي هم له یادې لایحې هرکلی کوي، وايي چې پخوا له بازارچه او پایانه څخه د ورېښمو تر بندره د توکو د لېږد کرایه ډېره لوړه وه چې له نېکه مرغه اوس د یادې لایحې په عملي کېدو نیمايي کمه شوې ده.

هغه زیاته کړه: «پخوا د دغو لوړو کرایو ګټه د مافیا جېب ته تله؛ خو اوس نوی سیسټم د سوداګرو، موټرچلوونکو او باروړونکو شرکتونو د خوښۍ لامل شوی او له دغه کاره د مافیا لاس لنډ شوی دی.»

هغه ټینګار کوي چې پخوا د بار د کرایې لوړوالي له امله د نیمروز سوداګرو خپل بارونه د فراه او هرات له بندرونو په مناسبو کرایو راوړل، له همدې امله په ورېښمو بندر کې سوداګري پیکه شوې وه او اوس به له دې نوې لایحې سره له دې لارې سوداګري ډېره شي.

د کرایې له نوې لایحې د یوه باروړونکي موټر د چلوونکي شکایت

ورېښمو بندر کې د یوې لارۍ چلوونکي محمدهارون چې د نورو موټرچلوونکو په استازيتوب یې خبرې کولې، پر یادې لایحې د نیوکې ترڅنګ ادعا وکړه چې د کرایې لپاره د لایحې په ټاکلو کې د موټرچلوونکو غږ نه دی اورېدل شوی.

هغه وویل چې د باروړونکو شرکتونو استازي او د موټرو مالکینو په غونډه کې شتون نه درلود او پرېکړه د سوداګرو او کمېشن‌کارانو له لوري شوې ده.

د هغه په نظر، ډېر داسې لګښتونه شته چې په لایحه کې په پام کې نه دي نیول شوي.

هغه زیاته کړه: «سیمر نږدې پنځه میلیون تومان، د ایران بېمه دوه میلیونه، شپږ میاشتنۍ ویزه ۴۵۰ ډالر، له تمدید سره شنه پاڼه ۱۰ میلیون تومان او د افغانستان شرکتونو کمېسیون ۳۰۰۰ افغانۍ؛ دا ټول چې حساب کړې هیڅ هم موږ موټرچلوونکو ته نه پاتې کېږي.»

نوموړي په داسې حال کې چې ویل یې، ایران د تېلو بیې پر دوی لوړې کړې، زیاته یې کړه: «موږ افغانان په هرو ۳۵ ورځو کې یو ځل د بار نوبت ترلاسه کوو، خو بې‌نوبته ایراني موټر په اونۍ کې درې ځلې تګ راتګ کوي؛ زما موټر تل څو ورځې بېکاره پاتې کېږي.»

ورته مهال، د نیمروز د ځمکني ترانسپورټ رییس مولوي محمداقبال کلیم‌الله وویل: «لایحه د نورم پر اساس د باتجربه متخصصینو له لوري ټاکل شوې، د کرایې په ټاکلو کې له مصارفو او مخارجو وروسته تر ۳۰ سلنې ګټه موټرچلوونکو ته په پام کې نیول شوې؛ ۶۷ میلیون تومان ټول لګښتونه دي او د چلوونکو لپاره هم ګټه پاتې کېږي.»

هغه ټینګار وکړ چې د موټرچلوونکو اتحادیې استازي چې څو متعهد کسان دي، په جلسه کې یې شتون درلود او دغه پرېکړه یې د ورېښمو بندر کې د سوداګرۍ د ودې لپاره منلې ده.

د هغه په وینا: «موټرچلوونکي لوړې غوښتنې لري چې ۱۰۰ میلیون تومان د بندر عباس کرایه وي، ۶۷ میلیون د هغوی ټول مصارف دي او دوی ته ښه ګټه هم لري، هرڅومره چې مصرف کړي، ۴۵ میلیون یا ۸۰۰ ډالر د چلوونکي لپاره ګټه پاتې کېږي.»

نوموړي زیاته کړه، که ۲۰۰ میلیون تومان هم کرایه وټاکل شي، بیا به هم موټرچلوونکي راضي نه وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.