کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د ایران له ولسمشر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخيزو اړيکو او افغان کډوالو خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي د ایران له ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکيان سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزو اړيکو او ايران کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې وشوې.
یاد وزارت لیکلي، د ايران ولسمشر دواړه هېوادونه ښه ګاونډيان وبلل او ويې ويل چې هېواد يې چمتو دی په ټولو برخو کې له افغانستان سره اړيکې پراخه کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، مسعود پزشکيان همداراز د دواړو هېوادونو پر نږدېوالي ټینګار وکړ او افغان کډوالو ته يې هغوی ته د اسانتیاوو رامنځته کېدو ډاډ ورکړ.
مولوي امیرخان متقي هم په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر مثبتو اړيکو او نږدې همکاريو ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې د افغان کډوالو د ستنولو بهير په تدريج ترسره شي څو د هغوی چارې او پانګې زیانمنې نه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP