Language

سرپل کې یو ځوان د خپل پلار د وژلو په تور نیول شوی

سرپل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۳): د سرپل امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې یو ځوان د خپل پلار د وژلو او خپلې خور ټپي کولو په تور نیول شوی دی.

د سرپل د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ نقیب‌الله علمیار پژواک خبري اژانس ته وویل، هغه ځوان چې پرون یې په دغه ولایت کې خپل پلار د چاقو په ګوزارونو وژلی او خپله خور یې ټپي کړې وه، نیول شوی دی.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه د یادې پېښې انګېزه نه ده څرګنده خو پولیسو یې په اړه څېړنې پیل کړې او وروسته به یې دوسیه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د علمیار په وینا، یاده پېښه د سرپل د ګوسفندي ولسوالۍ اړوند په یول‌تراب کلي کې شوې ده.

Related Topics