Language

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ایران ته ولاړ

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست ملا هدایت‌الله بدري په مشرۍ یو پلاوی ایران ته ولاړ.

د کانونو وزارت دغه خبر نن پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی دی.

سرچینې لیکلي، تمه ده چې په دغه سفر کې به د یاد وزارت سرپرست په ایران کې د کاني توکو د کارپوهانو او څېړونکو په دویمه نړۍواله غونډه کې ګډون وکړي او ترڅنګ به یې د بېلابېلو شرکتونو له استازو او پانګه‌والو سره هم وګوري.

یاد وزارت لیکلي، د کانونو وزارت سرپرست به په دې لیدنو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، د افغانستان د کاني ظرفیتونو، د کانونو برخه کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه بحث او خبرې اترې وکړي.