Language

بلوچستان کې چاودنې ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، په بلوچستان کې د یوې چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د مشال راډیو د راپور له مخې، دغه چاودنه نن (د غويي ۲۹مه) د بلوچستان د قلعه عبدالله ضلعې په ګلستان کې د سرحدي ځواکونو (اېف‌سي) له مرکز سره نږدې شوې ده.

راپور کې راغلي چې په دې چاودنه کې پولیسو ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې خو له امله یې درې ملکي کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولینت نه دی منلی.