کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۴): یو شمېر زدهکوونکي، ښوونکي او د پوهنې برخې مختصصین په هېواد کې د رسنیو له لارې د تعلیمي خپرونو وړاندې کېدل ستايي او د هغو د لا پراختیا غوښتنه کوي؛ بلخوا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د دغسې خپرونو پر ډېرېدو ټینګار کوي.
د یادولو ده، په دې وروستیو کې یو شمېر تصویري او غږیزو رسنیو او یوټیوب چینلونو تعلیمي خپرونې پیل کړي دي؛ دغه خپرونې د هغو نجونو ترڅنګ چې له ښوونځي پاتې دي، د ډېرو نورو زدهکوونکو له لوري هم څارل کېږي.
د رسنیزو تعلیمي خپرونو په اړه د زدهکوونکو کیسې
کابل ښار کې د «مشعل جاوېدان» خصوصي لېسې د لسم ټولګي زدهکوونکی ۱۶ کلن محمدالیاس هره ورځ د ماسپښین درې بجې ټلوېزیون ته کښېني؛ هغه کارتون یا کومه تفریحي خپرونه نه ګوري، بلکې درسي صنف کې ګډون کوي؛ هغه خپلو لوړو هیلو ته د رسېدو لپاره هڅه کوي.
ماسپښین لس کمې درې بجې دي، محمدالیاس د ریاضي کتابچه پر خپل مېز ږدي او د ټلوېزیون ریموټ را اخلي، سر له اوسه باید چمتو وي، د هغه د خوښې وړ خپرونې تر پیلېدو یوازې لس دقیقې پاتې دي؛ دغه خپرونه د «تمدن ښوونځی» دی چې هره ورځ د «تمدن ټلوېزیون» له لارې خپرېږي.
هغه وايي: «زه [تمدن ښوونځی] خپرونه له تمد ټلوېزونه ګورم، ډېره ښه خپرونه ده، هره ورځ یې ګورم.»
الیاس دغه ډول خپرونې د زدهکوونکو د پوهې کچې په لوړېدو کې مهمې یادوي او له خپلو همځولو غواړي چې په ټلوېزیونونو کې دغه ډول خپرونې تعقیب کړي.
خو دا یوازې محمدالیاس نه دی چې د رسنیو له دې ډول خپرونو ګټه اخلي، بلکې زرګونه نجونې او نور هلکان هم شته چې د زدهکړو دغه خپرونې تعقیبوي.
په همدې حال کې، یوه زدهکوونکې حدیثه صالحي وايي: «د تمدن ټلوېزیون په دې خپرونه کې موږ ته ښه درسونه راکوي، مور مې هڅوي چې دغه خپرونه تعقیب کړم.»
هغې چې ویل یې، هیله لري په راتلونکي کې ډاکټره شي، له اسلامي امارته غواړي چې ټولو نجونو ته ښوونځیو ته د تلو اجازه ورکړي څو افغان نجونې هم د نورو هېوادونو د نجونو په څېر د علم په ګاڼه سمبال شي.
د ښوونځیو له بندښت سره سره د زدهکړو دوام؛ د زدهکړو برخه کې د لیدا هڅې
د کابل ښار د دشت برچي سیمې اوسېدونکې لیدا رضایي د رسنیو د تعلیمي خپرونو یوه بله علاقهمنده ده؛ هغه وايي چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې د سیاسي بدلون پر مهال د زینت کبرا لېسې د شپږم ټولګي زدهکوونکې وه.
هغې زیاته کړه: «وروسته له هغه چې په کور کېناستم، ځان سره مې فکر وکړ او د یوې لارې په لټه کې شوم، هماغه و چې په ټلوېزیون کې مې انلاین درسونو ته پام شو.»
هغه وايي، لومړیو کې مې چې انلاین زدهکړې پيل کړې وې، د برېښنا د پرچاوۍ او د انټرنېټ قطع کېدو له امله له ستونزو سره مخ کېده خو اوس چې د تمدن ټلوېزیون د «مکتب تمدن» خپرونه څاري، ستونزه یې حل شوې؛ ځکه دا خپرونه درې وخته خپرېږي.
دغهراز روزیتا مومنزاده، د یادې خپرونې بله څارونکې ده؛ هغه له دې امله چې د ځینو رسنیو له لوري دغه ډول خپرونې خپرېږي، خوښه ده او وايي چې دا ډول خپرونې باید ډېرې شي.
هغې چې ویل یې د نجونو ښوونځیو له شپږم ټولګي د پورته درسونو ځنډېدو له امله یې انلاین زدهکړو ته مخه کړې، زیاته کړه: «لومړیو کې مې هيڅ تجربه نه درلوده، ویل به مې چې څه رقم به وي، ښې به وي که څنګه، کومه ګټه به ورته کړي کنه؟ خو دا چې له پرته مې بله هیڅ لار نه درلوده، نو ما هم پیل کړې.»
روزیتا وايي، له انلاین زدهکړو یې ښه نتیجه ترلاسه کړې ده.
هغې په اخر کې وویل: «ټولو زدهکوونکو ته مې پیغام همدا دی چې د رسنیو له تعلیمي خپرونو ګټه پورته کړي، تل دې خپل درسونه وايي او دوام دې ورکړي. دغهراز له دولته غواړم چې زموږ نجونو ښوونځي پرانیزي څو موږ وکولای شو زدهکړې وکړو.»
ټولو مرکه شوو کسانو د هغو ښوونیزو پروګرامو چې د رسنیو له لارې خپرېږي، هرکلی وکړ او د دغسې خپرونو د ډېرېدو او پراخېدو غوښتنه یې وکړه.
د زدهکړهییزو چارو د پوهانو نظرونه
د زدهکړهییزو چارو یو کارپوه عبدالله کاکړ نثاري وايي، زدهکړې چې له هرې لارې وي، ډېرې ارزښتناکې دي او د غږيزو او انځوریزو رسنیو له لارې د ښوونیزو پروګرامونو خپرېدل ډېر ګټور دي.
هغه وايي: «انلاین زدهکړو په نړۍ کې د کرونا ناروغۍ له خپرېدو وروسته خپل ارزښت ثابت کړ، موږ په ۲۱مه پېړۍ کې ژوند کوو، اړ یو چې ځان له شرایطو سره عیار کړو او د ټکنالوجۍ له ګټو په اغېزناکه توګه استفاده وکړو.»
د هغې په وینا، د زدهکړو انلاین یا رسنیز پروګرامونه هم اقتصادي دي او هم د لاسرسي وړ؛ دغهراز د وخت او ځای محدودیتونه هم نهلري.
ورته مهال، د ښوونیزو چارو کارپوه محبوبالله موحد د غږیزو او تصویري رسنیو له لارې د زدهکړو پروګرامونو خپرېدل ستايي؛ ځکه په وینا یې، د زدهکوونکو د پوهې کچې لوړولو کې اغېزناک رول لري.
هغه زیاته کړه: «په دې وروستیو کې یو شمېر غږیزو او تصویري رسنیو بېلابېلې خپرونې پیل کړې، له بلې خوا په سوشل میډیا کې انلاین ښوونځي پیل شوي او ډېر شمېر خلک هلته کار کوي او زیار باسي.»
هغه په داسې حال کې چې ویل یې، انلاین زدهکړې هیڅکله د حضوري زدهکړو ځای نه شي نیولای، خو په داسې شرایطو کې چې نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نهلري، اغېزناکې تمامېدای شي.
هغه د ورته پروګرامونو پر ډېرېدو د ټینګار ترڅنګ وايي، که یاد پروګرامونه په سمه توګه مدیریت شي، زدهکوونکي کولای شي په سمه توګه خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
یوه تعلیمي خپرونه
له تمدن خصوصي ټلوېزیون څخه د «تمدن ښوونځی» پروګرام یو له یادو پروګرامونه دی چې د نجونو او هلکانو زدهکوونکو ترمنځ ډېر مینهوال لري.
د تمدن ټلوېزیون مدیر مسوول محمدرحمتي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ټلوېزیون شاوخوا دوولس کاله مخکې یوه تعلیمي خپرونه پیل کړه.
هغه زیاته کړه: «موږ د (همصنفي) په نوم یوه خپرونه درلوده، ښايي لس یا دوولس کاله مخکې او دې خپرونې ډېر لیدونکي هم درلودل، د ښوونځي مضامین، په ځانګړې توګه ساینسي مضامین مو تدریسول، هماغه مهال زموږ لیدونکي په ولایتونو کې هم ډېر وو.»
نوموړی وايي، د هماغې تجربې پر اساس چې د «همصنفي» له خپرونې یې درلوده، د ۱۴۰۱ کال د وري په میاشت کې یې د ښوونځیو له شپږم پورته ټولګیو ته د نجونو د تګ له بندیز وروسته د «تمدن ښوونځي» په نوم نوې تعلیمي خپرونه پیل کړه.
هغه زیاته کړه: «د یاد نوي ښوونیز پروګرام موخه دا وه، هغه کسان چې په هر ترتیب له ښوونځیو پاتې کېږي، لږ تر لږه ښو علمي معلوماتو ته لاسرسی ولري، موږ په یوه غوره تدریسي طریقې، غوره مېتود او لوړ کیفیت ډېر ښه ښوونکي وټاکل.»
هغه وویل چې د «تمدن ښوونځي» د خپرونې له لارې چې د دغه ټلوېزیون له سکرینه او د دغه ټلوېزیون له یوټیوب چینله خپرېږي، د ۱۵ ښوونکو له خوا له اووم تر دوولسم ټولګي پورې د ښوونځي مضمونونه تدرسېږي؛ د هغه په خبره، په دې خپرونه کې ساینسي مضامینو ته لومړیتوب ورکول شوی او هر مضمون شاوخوا ۶ میاشتې تدرسېږي.
د سرچینې په خبره، دغه پروګرام هره ورځ د سهار له اتو تر نهو، د مازدیګر له درېیو تر څلورو او د شپې له لسو تر یوولسو بجو خپرېږي.
بلخوا، د «تمدن ښوونځي» یوه ښوونکې نرګس رحمتي وایي، له درېیو کلونو راهیسې د بیولوژي مضمون تدرسوي.
هغه چې مخکې یې په یوه خصوصي ښوونځيو کې تدریس کاوه، وایي، انلاین تر حضوري تدریسه ډېر توپیر لري او یو څه ستونزمن هم دی.
دغهراز د دغه ښوونځي یوه بل ښوونکي حجت محمدي وویل، ۱۴ کاله کېږي چې په بېلابېلو کورسونو کې یې د اساساتو برخې تدریس کړی او اوس د تمدن ټلوېزیون په دغه پروګرام کې پر تدریس بوخت دی.
استاد محمدي د انلاین تدریس تجربه وستایله او ویې ویل، د کرونا پر مهال یې هم له دې طریقې کار اخیست چې یوه ډېره ښه طریقه ده.
دا په داسې حال کې ده چې طلوع ټلوېزون، ارمان، اراکوزیا، لمر او کلید رادیوګانې او ځينې نورې رسنۍ هم دا ډول خپرونې لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نظر
د دغه وزارت ویاند خبیب غفران هم د رسنیو له لارې د ښوونیزو پروګرامونو خپرېدل اغېزناک وبلل او اړتیا یې یاده کړه. هغه له رسنیو غوښتنه وکړه څو د خلکو پوهاوي کچې لوړېدو په موخه دغه ډول خپرونې ډېرې کړي.
نوموړي دغهراز وویل، اوسمهال ۱۰ رسنۍ چې ډېری یې ټلوېزونونه او راډیوګانې دي، داسې ښوونیز او روزنیز پروګرامونه لري.
هغه زیاته کړه: «په روان او راتلونکي کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه دا ده چې موږ څرنګه وکولای شو رسنۍ لا تخصصي، علمي او ښوونیزې کړو…. په ځانګړي ډول ښونیز، علمي او ټولنیز پروګرامونه هغه پروګرامونه دي چې د خلکو پر روان، پوهې او درک ډېر اغېز کوي، نو لازمه ده، کومې رسنۍ چې داسې پروګرامونه په مخ بیایي، باید ډېرې تخصصي، مسلکي او ژمن و اوسي څو د هغو له خپرونو خلک ښه استفاده وکړي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP