کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر دوه ساعته ټیلېفوني خبرو وروسته ویلي چې روسیه او اوکراین به د بېړني اوربند په اړه مذاکرات پیل کړي.
د بيبيسي فارسي د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو ولسمشرانو پرون (دوشنبه) ناوخته له یو بل سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.
ټرمپ ویلي: «دغه ټیلېفوني اړیکه ډېره ښه مخکې ولاړه؛ روسیه او اوکراین به د بېړني اوربند لپاره مذاکرات پیل کړي او تر ټولو مهم، د جګړې د پای ته رسېدو لپاره به هڅه وکړي.»
په همدې حال کې، پوتین هم له ډونالډ ټرمپ سره خپلې خبرې «ډېرې ګټورې او یو څه څرګندې» بللې او ویلي یې دي چې له دغه اړخه «ډېرې ګټورې» وې.
هغه د خبرو په پای کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره د مستقیمو مذاکراتو د بیا پیل په تړاو د امریکا د ملاتړ له امله له ډونالډ ټرمپه مننه کړې ده.
هغه زیاته کړې: «ښاغلي ټرمپ د اوربند په اړه خپل دریځ څرګند کړ؛ زما له لوري هم ټینګار وشو چې روسیه هم د اوکراین د کړکېچ سولهییز حل غواړي. موږ باید د سولې پر لور د تګ لپاره یوازې تر ټولو اغېزناکې لارې وټاکو.»
ولادیمیر پوتین ویلي: «روسیه به وړاندیز وکړي او چمتو ده چې له اوکراین سره د سولې د راتلونکي احتمالي تړون په اړه د تفاهم پر کړنلاره کار وکړي.»
ورته مهال، د کرملین مرستیال یوري اوشاکوف ویلي چې ټرمپ او پوتین د اوربند لپاره د مهالوېش په اړه خبرې نه دي کړې؛ خو د نهو امریکايي بندیانو په بدل کې یې د نهو روسي بندیانو د تبادلې په اړه خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP