Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ناسته ترسره شوه

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل چیني سیال سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او سوداګریز حجم پر زیاتوالي خبرې کړي او د چین د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې له افغانستان سره به سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي او د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره ګډه ناسته ترسره کړې ده.

یاد وزارت لیکلي، په دې ناسته کې د افغانستان – چین – پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د یالوګ راتلونکې شپږمې ناستې په اړه بحثونه ترسره کړل.

خبرپاڼه کې راغلي، متقي له افغانستان سره د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې وبللې او هیله یې وښوده چې په راتلونکي کې به په یادو برخو کې ښه پرمختګونه وشي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام پر اساس د اړیکو د لا پرمختګ ډاډ ورکړ.

په پای کې درې واړو لورو د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتېدو او د ترانزیټ برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.