Language

کونړ کې د ماین چاودنې له امله پنځه کسان ټپیان شوي

اسعداباد (پژواک، ۳۱ غويی ۱۴۰۴): د کونړ د غازي‌اباد ولسوالۍ په ګورین سیمه کې د سړک جوړولو په موخه د تیږو ماتولو لپاره په لاس جوړ شوي ماین چاودنه کړې چې له امله یې پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، نن سهار د غازي‌اباد ولسوالۍ په ګورین سیمه کې د سړک جوړولو پر کارګرو ماین چاودنه کړې ده.

د یاد ریاست د اطلاعاتو امر جنت‌ګل فدا پژواک خبري اژانس ته وویل: «د غازي‌اباد ګورین سیمه کې ځایي خلک سړک جوړوي چې د تیږو ماتولو لپاره یې له چاودیدونکو توکو ګټه پورته کوله چې چاودنه یې ورباندې کړې او له امله یې پنځه کسان ټپیان شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې د پېښې ټپیان د اسعداباد ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د یادولو ده چې وړمه ورځ د کونړ په چپې‌درې ولسوالۍ کې د قیمتي ډبرو په یوه کان کې د کار پرمهال د چاودنې له امله هم څلور کسان ټپیان شوي وو.

Related Topics