Language

متقي له خپل چیني سیال سره پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو غږېدلی

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له خپل چیني سیال سره په لیدنه کې ویلي، هغو ټولو ستونزو ته باید یو جامع حل پیدا شي چې د کرنیزو محصولاتو او نورو توکو صادراتو پر مهال ورسره افغان سوداګر مخ دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په بجینګ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي‌ سره کتلي.

یاد وزارت لیکلي، په دې ناسته کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

متقي هیله څرګند کړې چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریر حجم د پام وړ کچې ته پورته شي.

نوموړي ویلي، هغو ټولو ستونزو ته باید یو جامع حل پیدا شي چې افغان سوداګر د کرنیزو محصولاتو او نورو توکو د صادراتو پر مهال ورسره مخ دي.

یاد وزارت لیکلي، مولوي امیرخان متقي د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا په لړ کې د ترانسپورټي همکاریو،‌ بانکي‌ اړیکو او د سوداګرۍ بلانس برابرولو برخو کې خپل عملي وړاندیزونه هم وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا او تخنیکي بحثونو لپار بین‌الحکومتي کمېسیونونه ګډ کار وکړي.

هغه دغه راز ویلي چې د افغانستان خاوره به هيڅکله د ګاونډیو پر وړاندې ونه کارول شي.

خبرپاڼه کې راغلي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ژمنه وکړه چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به دوام ورکوي او کوښښ به کوي چې د کرنیزو محصولاتو او نورو افغاني وارداتو برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي.

هغه ویلي، هېواد به یې د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان په اقتصادي وده کې له هيڅ راز همکارۍ درېغ ونه کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.