Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سره ‌صلیب هلمند کې تېر کال د څه باندې ۱۹ زره کسانو درملنه کړې

لښکرګاه (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۴): هلمند کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې مسوولین وایې، تېر لمریز کال کې یې دغه ولایت کې د معلولینو د فزیکي بیارغونې مرکز د هلمند په ګډون د ګاونډیو ولایتونو د څه باندې ۱۹ زره اوسېدونکو وړیا درملنه کړې چې په کې عملیاتونه هم شامل دي.

هلمند ولایت کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې مسوول سېواکوګن پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ولایت کې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په بېلابېلو برخو کې روغتیایي خدمات وړاندې کوي چې په خبره یې، په تېر لمریز کال کې یې د ۱۹ زره ۱۸۹ کسانو وړیا درملنه کړې چې عملیاتونه هم په کې شامل دي.

هغه زیاته کړه: «په دغو ناروغانو کې ۳۹۳ تنو ته مصنوعي پښې او لاسونه جوړ شوي، ۲۷۱ تنو ته ویلچرونه وېشل شوي او په زرګونه تنو ناروغانو ته په نورو برخو کې خدمتونه وړاندې شوي چې ۳۵ سلنه په‌ کې مېرمنې هم شاملې دي.»

نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي له عامي روغتیا وزارت سره په ګډه د روغتیا برخې د ودې د کاري ساحې پراختیا لپاره کار وکړي.

هغه وویل: «د هلمند او ګاونډیو ولایتونو هغه خلک چې پښې او لاسونو یې د بېلابېلو عواملو پر اساس له لاسه ورکړي، دماغي فلج وي، د وجود کوم غړی یې کوږ یا ناسم وي، د سره صلیب د قوانینو مطابق یې درملنه کوو.»

ورته مهال، هغه ناروغان چې لښکرګاه ښار کې د سره صلیب د معلولینو د فزیکي بیارغونې مرکز ته راغلي، خوښ دي چې وړیا درملنه یې کېږي.

دوی وویل، د تېرو جګړو پرمهال یې د بدن غړي له لاسه ورکړي خو اوس د درملنې یا مصنوعي غړو د جوړولو توان نه‌لري او په خبره یې چې دغه مرکز کې ورته په وړیا ډول ښه او باکیفیته خدمات وړاندې کیږي.

د کندهار د میوند ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ضیاءالحق وویل: «زما یوه پښه د سړک غاړې ماین چاودنه کې قطع شوې، لومړی د کندهار میرویس روغتون ته د درملنې په موخه لاړم خو هلته مصنوعي پېښه نه جوړېده، دلته راغلم اوس یې پښه راته جوړه کړې ده، درملنه مې په سمه توګه ترسره شوه.»

دغه راز، د هلمند د موسی‌کلا ولسوالۍ یوه اوسېدونکي لالي‌اغا وویل: «لس کاله کېږي چې یو پښه مې د ماین په چاودنه کې له لاسه ورکړې اوس دلته راغلی یم، پښه راته جوړه شوه، زیات د خوښي احساس کوم.»

د سره صلیب نړۍوالۍ کمېټي د مسوولینو د معلوماتو له مخې، دغې کمېټې تېر کال په ټول افغانستان کې ۲۱۵ زره کسانو ته وړیا خدمات وړاندې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.