مهترلام (پژواک، ۱غبرګولی ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، لغمان کې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو پیل مراسمو کې ویلي، د ا.ا اقتصادي ستراتیژي له بهرنۍ اړتیا څخه د افغانستان د خلاصون پر بنسټ ولاړه ده څو هېواد د خپلو شته ظرفیتونو پر مټ ځانبسیاینې ته ورسېږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن په لغمان ولایت کې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو د پيل پرانیسته وشوه.
ملابرادر پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن یې په لغمان ولایت کې د ریګل ګروپ (Regal Gourp ) په نوم د یوه خصوصي شرکت د شپږ میلیونه امریکایي ډالرو په مالي ملاتړ د لمریزې برېښنا د یوې تولیدي دستګاه د جوړولو چارې پیل کړې.
د نوموړي په وینا: «یاده پروژه د ۱۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې د شپږو میاشتو په لړ کې به یې رغنیزې چارې بشپړې شي چې له بشپړېدو سره به یې زرګونه کورنۍ او سوداګریز شرکتونه له برېښنا برخمن شي.»
همداراز د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملا عبدالغني برادر په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته ویلي: «دا د خوښۍ ځای دی چې نن په لغمان ولایت کې د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې یو مهم ګام اخلو، دا به نه یوازې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د دې سیمې مقاومت لوړ کړي؛ بلکې د پاکې او پایښت لرونکې انرژۍ په برخه کې به هم د هېواد اړتیا تر يو حده پوره کړي.»
ملا برادر زیاته کړې، اسلامي امارت د برېښنا سکټور په برخه کې ځانبسیاینې ته د رسېدو په موخه د دې پروژې په څېر مهم ګامونه اخیستي چې دا نه یوازې د برېښنا د تولید، بلکې د ملي اقتصاد، کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جذب، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او هېوادوالو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو په برخه کې مهم اقدام دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، څه موده وړاندې د هېواد په کچه د برېښنا د تولید د اوو مهمو پروژو قراردادونه لاسلیک شول چې د تولید مجموعي ظرفیت یې څه باندې ۲۲۸ مېګاواټو ته رسېږي. دا د هېواد په کچه د برېښنا د تولید په برخه کې یو بېساری ګام دی چې دا پروژه یې هم برخه ده.
ملا برادر ویلي: «د اسلامي امارت اقتصادي ستراتیژي پر دې ولاړه ده څو هېواد له بهرنۍ اړتیا خلاص او د خپلو موجودو کورنیو ظرفیتونو پر مټ خودکفایۍ ته ورسېږي. دا چې برېښنا د یو هېواد د اقتصادي ودې د ملا تیر بلل کېږي، په همدې موخه د اسلامي امارت د اقتصادي پالیسیو په سر کې ځای لري.»
د د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې چې د افغانستان ډېره تکیه پر وارداتي برېښنا ده چې دا نه یوازې ګرانه پرېوځي، بلکې له هېواده په زیاته اندازه د اسعارو د وتلو لامل هم ګرځي.
هغه په هېواد کې د اقتصادي او پانګونې پروژو د پيل او بشپړولو له پاره امنیت تر ټولو مهم وباله او پانګوالو ته یې په دې برخه کې د اسلامي امارت له لوري پوره ډاد ورکړ.
نوموړي له پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د برېښنا برخه کې پانګونه وکړي.
په ورته وخت کې د لغمان اوسېدونکي دغه ولایت کې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو پيل ستایي او هیله څرګندوي چې له دې پروژې سره به د برېښنا شته ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي.
د لغمان د مهترلام اوسېدونکی ملک عزیزالله پژواک ته وویل چې دغه اقدام د ستایلو دی چې د لغمان د ولسونو دبرېښنا اړوند ستونزو د هواري برخه کې عملي ګام پورته کېږي.
د یادونې وړ ده چې په لغمان کې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا پر پروژه د خصوصي سکټور له لوري شپږ میلیون ډالر پانګونه کېږي چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو د برېښنا ستونزه تر یوې اندازې حل او صنعتي فعالیتونه به ورسره پراختیا ومومي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP