Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سيدعباس عراقچي روم ته ولاړ

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سره د غیرمستقیمو مذاکراتو په پنځم پړاو کې د ګډون لپاره د ایټالیا پلازمېنې، روم ته تللی دی.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي نن سهار (جمعه) ایټالیا ته سفر کړی دی.

د راپور پر بنسټ، عراقچي د حقوقي او سیاسي کارپوهانو او مالي او بانکي متخصصینو یوه پلاوي په ملتیا روم ته تللی څو له امریکا سره د دغو مذاکراتو د پنځم پړاو خبرې پیل کړي.

د یادونې ده چې د عمان په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ تراوسه څلور پړاوه مذاکرات ترسره شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.