Language

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله نن د ترکمنستان له لوبډلې سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ «کافا» سیالیو په لړ کې نن د ترکمنستان له لوبډلې سره لوبه کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، د هېواد له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ «کافا» سیالیو په لړ کې نن د ترکمنستان له لوبډلې سره لوبه کوي.

سرچینې لیکلي، یاده سیالي د افغانستان په وخت د مازدیګر په پنځو بجو د اوزبېکستان په پلازمېنې تاشکند کې ترسره کېږي.

د مرکزي اسیا د ۱۷ کلنو کم‌عمره لوبغاړو د اتلولۍ (کافا) سیالۍ نن د اوزبېکستان په کوربه‌توب پیلېږي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون، د ایران، اوزبېکستان، تاجکستان، قرغزستان او د ترکمنستان د فوټبال لوبډلې برخه لري.

د یادونې ده چې افغان لوبډلې تېر کال د دغو سیالیو اتلولي ګتلې وه.