Language

شپږ افغان لوبغاړي د «ټور اذربایجان» په نوم د بایسکل ځغلونې نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون وایي، شپږ افغان لوبغاړي د ایران په کوربه‌توب د «ټور اذربایجان» په نوم د بایسکل ځغلونې نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي.

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون مسلکي مرستیال خواجه فرهاد نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې شپږ افغان لوبغاړي د ایران په کوربه‌توب د (ټور اذربایجان) په نړۍوالو سیالیو کې چې ټاکل شوې روانه اونۍ پيل شي، ګډون کوي.

نوموړي وویل، دغو سیالیو کې به لوبغاړي ۹۰۰ کیلومتره واټن په پنځو ورځو کې ووهي.

د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د روانې غبرګولي میاشتې په شپږمه د ایران په تبریز ښار کې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.