خوست ښار (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د خوست سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د وسلوالې نښتې له امله یو تن وژل شوی او اته نور ټپیان دي.
د خوست والي ویاند مستغفر ګربز پژواک خبري آژانس ته وویل چې دغه شخړه نن غرمه مهال د یادې ولسوالۍ د الګاډې سیمې د شیخانو په کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه وویل، شخړه د لارې د ملکیت پر سر رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې د دواړو کورنیو له ډلې یو تن وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.
د ګربز په وینا، سیمې ته امنیتي ځواکونه پر وخت رسېدلي او ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP