Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې لس زره میندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

خوست‌ښار (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د خوست د عامې روغتيا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې لس زره کسان چې ډېری یې ماشومان دي، پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

مسوولین که څه هم په دې برخه کې د بېلابېلو اسانتياوو د شتون خبره کوي خو زياتوي چې د نړۍوالو بنسټونو د مرستو بندېدل ښايي دوی په دې برخه کې له ستونزو سره مخ کړي.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر احمد مجاهد پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه چې د دغه ولايت په ځينو لرو پرتو سيمو کې نږدې دېرش روغتيايي مرکزونه چې د مور او ماشوم برخه کې‌ يې خدمتونه وړاندې کول، په دې وروستيو کې تړل شوي دي.

هغه وويل: «هڅه مو دا ده څو د اړوند وزارت په هلو ځلو ياد تړل شوي روغتيايي مرکزونه بېرته فعال کړو.»

نوموړي زیاته کړه، هغه شمېرې چې له دوی سره ثبت دي، په تېرو درېيو مياشتو کې نږدې لس زره کسان چې له نيمايي ډېر یې ماشومان دي، پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د مجاهد په خبره: «دا کوم کلينيکونه چې ختم شوي، له امله يې موږ ته د میندو او ماشومانو د مړينو راپورونه راغلي؛ د شري ناروغۍ د څپې پر مهال هم راغلي چې درې ماشومان په سپېره ولسوالۍ کې مړه شوي، هلته پخوا کلينيک و، خو اوس نشته؛ دغه مشکلات موږ له خپل وزارت سره شريک کړي، نو هغوی به تصميم ورته نيسي.»

په همدې حال کې د دغه ولايت ټولنيز فعالان بيا وايي چې د لرو پرتو سيمو نږدې اويا سلنه اوسېدونکي، په ځانګړي ډول ميندې او ماشومان د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ دي.

يوه ټولنيز فعال رشيدالله همدرد پژواک ته وويل، بې‌روزګاري او پر وخت روغتيايي خدمتونو ته نه لاسرسۍ هغه لاملونه دي چې له ‌امله ‌يې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښې مخ پر ډېرېدو دي.

هغه زیاته کړه: «که يو څوک د کور لپاره کاروبار ولري يا وظيفه ولري او يا ښه ژوند ولري، نو دوی کولای شی خپل فاميل ډاکټر ته هم وښيي، خوراکي مواد هم ورته ورسوي چې په دې سره د خوارځواکۍ ګراف ډېر ټيټېدلای شي، نو د خوارځواکۍ عمده علت فقر او غربت دی.»

د دغه ولايت يوه بل ټولنيز فعال سيدشاه محبت بيا له پژواک سره خبرو کې له حکومت او مرستندويه بنسټونو غوښتنه وکړه چې په لرو پرتو سيمو کې له خلکو سره په روغتيايي برخو کې لازمې مرستې وکړي.

هغه وویل: «هغو لرو سيمو کې دې چې هلته خدمات نشته، کلينيکونه پرانيستل شي، بل له حکومته مو غوښتنه دا ده چې ځوانانو ته د کار فرصت پيدا کړي. په لرو پرتو سيمو کې صحي خدمات بېخي فلج دي.»

بلخوا، د خوست د ملکي روغتون مسوولين وايي چې د ناروغانو شمېر ته په کتو د روغتون اوسني امکانات بسنه نه کوي.

د خوست ملکي روغتون د خوارځواکۍ برخې يوه موظف ډاکټر ظفرخان پژواک ته وويل، د خوارځواکو ناروغانو د ښې درملنې په موخه نورو امکاناتو ته اړتيا ده.

هغه زياته کړه: «موږ د سو‌ءتغذي واټ کې ستونزې لرو؛ لکه دا شعبه وړوکې ده، مريضان ډېر دي، نو دې لپاره ښه خبره دا ده چې موږ جدا برخه ولرو، وسایل او دواګانې ورته ولرو.»

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، په دغه هېواد کې درې‌نیم میلیونه ماشومان په روان کال کې له خوارځواکۍ سره مخ دي چې لامل یې د خوړو له اړخه له افغان ماشومانو سره د نړۍوالو مرستو کمېدل دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.