کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د ځینو عربي او اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د نړۍوالو سازمانونو استازو پر غزې د اسرائیل بریدونه غندلي او د هغو د درېدو غوښتنه یې کړې ده.
الجزیرې راپور ورکړی چې د ځينو عربي او اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د نړۍوالو سازمانونو استازو تېره ورځ د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې په یوه غونډه کې ویلي چې نړۍواله ټولنه باید په غزه کې د جګړې بندولو لپاره پر اسرائیل بندیزونه ولګوي او د بریدونو بندولو غوښتنه یې کړې ده.
د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غزې ته د بشري مرستو پر ژر لېږدولو ټينګار کړی دی.
په راپور کې راغلي، د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر جوز مانویل البارس ویلي چې مادرید پرون د دې جګړې بندېدو په موخه غونډه جوړه کړې وه چې د ۲۰ هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د بهرنیو چارو وزیرانوو او استازو ګډون پهکې کړی و.
د راپور په حواله، تېر کال په مادرید کې د ورته غونډې په ترڅ کې د مصر، اردن، قطر، سعودي عربستان او ترکیې په ګډون هېوادونو او همدارنګه د ناروې او ایرلینډ جمهوریتونو په څېر اروپايي هېوادونو د فلسطین دولت پر رسمیت وپېژاند.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې راهیسې د اسرائیل بریدونو کې نږدې ۵۴ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP