Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال‌اباد ښار کې د چهل‌متره حلقوي سړک د مسیر معلومولو سروې پیل شوه

جلال‌اباد (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ښاري پراختیا او د ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه د ۴۰ متره په پلنوالي د یوه نوي حلقوي سړک د مسیر معلومولو سروې پیل شوې ده.

د جلال‌اباد ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دغه سړک چې ۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د ماسټر پلان له مخې د نهمې ناحیې له ثمرخېلو سیمې پیلېږي، د بهسودو تر پله پورې غځېږي او له هغه ځایه بیا د اوومې ناحیې تر سرخاب پله پورې رسېږي.

د جلال‌اباد ښاروالۍ ویاند حامد محمودي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې سړک د سنټرلاین د ټاکلو او عملي کولو په موخه سیمه‌ییزه تخنیکي سروې پیل شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې د سروې تر بشپړېدو وروسته به د سړک د مسیر د پاکولو او تخلیې چارې هم ژر پیل شي.

محمودي وايي، دا حلقوي سړک به نه یوازې د جلال‌اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي ازدحام د کمښت لامل شي، بلکې د ښاري پراختیا لپاره به هم زمینه برابره کړي.

د هغه په وینا، دغه سړک به د ښاروالۍ، همکارو مؤسسو او مرکزي ادارې په مالي او تخنیکي همکارۍ، په څو پړاوونو کې جوړ شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.