خوستښار (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې د یوه کس په شخصي لګښت اته کیلومتره سړک جوړېږي.
دغه سړک د باک ولسوالۍ له ښارګوټي څخه د غرونو په منځ کې د يادې ولسوالۍ د توتاک سيمې ته غځېدلی دی.
هغه کس چې دغه سړک جوړوي فضلمحمد خلیل نومېږي او اوس له هېواده بهر ژوند کوي.
د نوموړي خپلوان وايي چې د دغه سړک د هوارکارۍ او په اوږدو کې یې د ۲۷ پلچکونو جوړولو پر چارو تر اوسه شاوخوا شپږ میلیون افغانۍ لګول شوې دي.
د نوموړي یوه نږدې خپلوان انجنیر رحیمګل چې د دې سړک د جوړېدو بهیر څاري، پژواک ته وویل: «په دې سیمه کې شاوخوا ۵۰۰–۶۰۰ کورنۍ ژوند کوي، مخکې ډېر په زحمت وو، لارې خرابې وې، له څارويو پرته د موټر تګ امکان نه و، خلکو به چې مریضان درلودل یا میندې د ولادت په حالت کې وې، کلینیک ته پر وخت نهرسېدل.»
هغه هیله څرګندوي چې د یاد سړک په جوړېدو سره به د تګ را تګ په برخه کې د سیمې د خلکو ستونزې حل شي.
دغهراز، د سیمې قومي مشران او نور اوسېدونکي هم د دې سړک له جوړولو خوښ دي او وايي، له دې سره به یې ګڼې ستونزې هوارې شي او خپلو ورځنیو چارو ته به پر وخت رسېدنه وکړي.
هغوی دغهراز له چارواکو وغوښتل چې د لرو پرتو سیمو د خلکو اساسي اړتیاوې په پام کې ونیسي.
یوه قومي مشر کریممحمد پژواک ته وویل: «مخکې ډېر په تکلیف وو، لاره خرابه وه او ډېر به تاو را تاو کېدو، اوس اسانتیا رامنځته شوه، دا پلچکونه چې بشپړ شي، نورې اسانتیاوې به هم رامنځته کړي.»
په همدې حال کې، د ياد سړک په چارو کې د سيمې یوشمېر بې روزګاره کسانو ته هم د کار زمينه برابره شوې ده.
د نعمتګل په نوم د سيمې يوه اوسيدونکي پژواک ته وويل، خوښ دی چې له دې لارې خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ روزي پيدا کوي.
هغه وايي:«مخکې زه وزګار وم، هسې به ګرځيدم، اوس دا دوې مياشتې کيږي د دغه سړک په چارو کې مصروف يم.»
بل لور ته، ځايي حکومتي چارواکي ډاډ ورکوي چې نهیوازې به له دغه ډول پروژو ملاتړ، بلکې د خلکو نورو اساسي ستونزو ته به هم رسېدنه کوي.
د خوست د والي وياند مستغفر ګربز په دې اړه پژواک ته وويل: «الحمدالله په اوس وخت کې لرې پرتو او کليوالو سيمو ته تر ډېره توجه شوې ده، د دوی ستونزې درک شوې دي، د خيريه بنسټونو، موسساتو او خپله ولايتي ادارې دا هڅه کړې چې د هغوی ستونزو ته ځان ورسوي.»
هغه وایي، حکومت ژمن دی چې په لرو پرتو سيمو کې د روغتیا، پوهنې او بیارغونې په برخو کې لا ډېرې پروژې پلې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP