Language

انګلیستان کې د فوټبال د بریا نمانځنې مراسمو پر مهال۵۰ کسان ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د انګلیستان په لیورپول ښار کې تېره شپه د فوټبال اتلولۍ نمانځنې پر مهال یو موټر د خلکو پر ګڼه‌ګوڼه ورغلی او ۵۰ کسان یې ټپیان کړي دي.

کارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، د لیورپول ښار د فوټبال د غوره‌لیګ د بریا مراسم د دوشنبې ماښام وروسته له هغه ګډوډ شول چې یو موټر پر خلکو ورغی او د څلورو ماشومانو په ګډون یې شاوخوا ۵۰ کسان ټپیان کړل.

سرچینې ویلي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې د یوه ماشوم روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

پولیسو د پېښې په تړاو یو ۵۳ کلن سپین‌پوستی انګلیستانی نیولی دی.

د یادونې ده، دا پېښه هغه مهال شوې چې د ليورپول لوبډلې په زرګونه مینه‌وال د بریا نمانځلو په موخه سړکونو ته راوتلي وو.