Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قانع: پکتیا کې یو کس د قتل په تور نیول شوی

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، «د پکتيا ولايت امنیتي ځواکونو هغه قاتل نیولی چې یو تن هېوادوال یې تر لفظي شخړې وروسته په مرموز ډول وژلی و.»

قانع یادې څرګندونې پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي، یاده پېښه تېره ورځ د پکتیا د مرکز ګردېز ښار د بلند منزلو سیمه کې شوې وه.

د هغه په خبره، نیول شوی کس دا مهال تر لومړنیو څېړنو لاندې دی او وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.