خوستښار (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د خوست د ګربزو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ د لېژې ذخیروي بند چې څو ورځې مخکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، د سېلاب اوبو په راتلو سره نړېدلی دی.
دغه چکډیم چې نږدې ۲۰ ميليونه افغانۍ لګښت پرې شوی و، يوه اونۍ مخکې د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست ملا عبدالطيف منصور له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شو، خو تېره ورځ د لومړي سېلاب په راتلو سره ونړېده.
د ګربزو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه چکډیم جوړولو چارې په هغه معيار نه وې ترسره شوې لکه څنګه چې اړتیا وه.
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي محمدرسول پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه بند جوړېدو ته ډېر خوشحاله وو، خو د جوړولو په چارو کې یې د غيرمسلکي چلند له امله هيلې پر اوبو لاهو شوې.
هغه زیاته کړه: «د دغه بند کار ښه نه و شوی، صرف شګې او تيږې يې اېښې وې، لګښت ډېر پرې شوی و، موږ ډېر ورته خوښ وو، خو پرون هغه دی اوبو يووړ، که کار يې محکم کړی وای، داسې نه کېدل، خو له بده مرغه کار یې ښه نه و.»
د ګربزو ولسوالۍ د لېژې سيمې يوه بل اوسېدونکي شفيقالله وويل، کومې پيسې چې په دغه بند مصرف شوې، دا د خوار غريب حق و، بايد چې دا ډول چلند نه وای ورسره شوی.
هغه زیاته کړه، حکومتي مسوولينو ته په کار ده چې له دې ډول ټولګټو پروژو سمه څارنه وکړي.
د نوموړي په خبره: «که لږې ډېرې اوبه پرې راغلې وای، لاندې کورونه يې ټول وړل، دولت ته په کار ده چې په دې ډول پروژو باندې وګرځي، داسې نه چې دوی يو چا ته کار ورکړي نور دوی خپله ناست وي او داسې کار وشي چې صرف شګې او تيږې سره کېږدي، ښه کار بايد وشي، داسې نه چې صرف پيسې جېب ته واچوي او نور لاندې ټول کورونه پرې غرق کړي.»
د لېژې په نوم د ياد چکډیم په نړېدو سره د ګربزو ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د ګرونګرو ځمکو ته هم زيانونه اوښتي دي.
حيدرخان يو له هغو کسانو دی چې د ياد ذخيروي بند په نړېدو سره يې کرنيزې ځمکې تخريب شوې دي.
نوموړي له پژواک سره خبرو کې له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې د دې ډول پروژو د چارو په ترسره کېدو کې بايد کيفيت ته ځانګړې پاملرنه وشي، څو د خلکو هيلې له خاورو سره خاورې نه شي.
هغه زياتوي: «دغه بند ته پنځوس فيصده اوبه راغلې دي، موږ ته معلومې دي، که سل فيصده شي، موږ به چېرې لاړ شو، ټول يې غرق کولو، داسې کار بايد وشي چې د اينده لپاره تکرار نه شي، محکم کار بايد وشي، دا زموږ غوښتنه ده.»
بلخوا، ولايتي مسوولين بيا وايي چې د اړوند وزارت له خوا د ياد بند نړېدو په اړه څېړنې روانې دي څو د دغه بند د نړېدو اصلي لامل معلوم کړي.
د خوست د والي وياند مستغفر ګربز په دې اړه پژواک ته وويل: «بېکاه د زياتو بارانونو له امله د لېژې بند اوبو وړی، په دې اړه د ياد وزارت تخنيکي ټيم له لوري جلسه روانه ده او اړخونه يې څېړي چې ايا مشکل په ډيزاين کې و او که په قراردادي کې چې کار بېکيفيته شوی دی، انشاالله چې په نږدې ورځو کې به يو ټيم هم راشي او له نږدې به يې ليدنه وکړي.»
ګربز ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت مشران او مسوولين وخت ناوخت له دې ډول پروژو څارنه کوي او کيفيت يې ګوري او زیاتوي چې هيڅکله به په دې برخه کې ناغېړي نه ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP