Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل ولایت د چاپېریال‌ساتنې امریت بېرته پر ریاست بدل او پرانیستل شو

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د کابل ولایت د چاپېریال‌ساتنې امریت بېرته پر ریاست بدل او نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د کابل ولایت مقام کې په همدې تړاو جوړه شوې غونډه ته د چاپېریال‌ساتنې ملي اداري رییس مولوي مطیع‌الحق خالص وویل، دغه ریاست د ۱۴۰۱ لمریز کال په تشکیلاتو کې له مرکز سره یوځای شوی و خو نن یو ځل بیا دغه ریاست رامنځته او مولوي عبدالفتاح فاتح یې د نوي سرپرست رییس په توګه وټاکل شو.

هغه زیاته کړه، په تېرو جګړو کې د افغانستان چاپېریال ډېر زیانمن شوی او بېرته نورمال حالت ته د راتلو لپاره یې نړۍوالو مرستو ته اړتیا ده.

د خالص په خبره، په ځینو سیمو کې فابریکې یوازې په رسمي وخت کې له فلټرونو استفاده کوي او له هغه وروسته یې بندوي چې د چاپېریال د ککړتیا لامل ګرځي.

نوموړي له هېوادوالو غوښتنه وکړه چې د چاپېریال په پاک ساتلو کې دې له حکومتي ادارو سره همکاري وکړي.

په یاده غونډه کې د کابل د والي مرستیال مولوي محمدیونس مخلص وویل، نن د کابل ولایت د چاپېریال‌ساتنې امریت پر ریاست بدل شو او زیاته یې کړه چې د دغه ریاست په رامنځته کېدو سره به د چاپېریال‌ساتنې برخه کې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه کېږي.

هغه د یاد ریاست مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې به ورسره همکاري کوي.

د یادونې ده، د چاپېریال‌ساتنې ملي ادارې د مخکني حکومت پر مهال هم په خپل تشکیل کې د کابل ولایت لپاره ریاست درلود خو په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د اسلامي امارت له لوري پر امریت بدل او نن یې بېرته د ریاست په توګه پرانیسته شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.