Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې طبق ناروغۍ زرګونه څاروي تلف کړي

اسعداباد (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۵۰ زره څاروي د طبق پر ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې نږدې ۱۴ زره تلف شوي دي.

د کونړ د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خدماتو او څارویو د روغتیا امر ډاکټر ګل‌الرحمن حنانزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې ۶۰ سلنه شخوند وهونکي څاروي لکه مېږې، اوزې، غواګانې او مېښې د طبق پر مرګونې ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې تر اوسه نږدې ۱۴ زره تلف شوي دي.

هغه زیاته کړه: «په تېرو دوو میاشتو کې چې د کونړ په بېلابېلو سیمو کې په حیواناتو کې د طبق مرګونې ناروغي خپره شوې ده، ۱۳ زره ۸۸۴ څاروي چې ډېری یې خوسکي، پسونه او اوزې دي، له‌ منځه تللي دي.»

هغه دغه راز وویل، طبق د څارویو یو ډول مرګونې ساري ناروغي ده چې له امله یې په حیوانات کې شدیده تبه، په خوله او پښو کې زخمونه او بې‌اشتهایي پیدا کېږي او له منځه ځي.

نوموړي زیاته کړه، د کرنې له وزارت او د خوړو او کرنې له نړۍوال سازمان سره یې یاده ستونزه شرېکه کړې، تمه ده په نږدې راتلونکي کې به ورسره د واکسین مرسته وشي.

په همدې حال کې هغه مالداران چې څاروي یې تلف شوي، غوښتنه لري چې حکومت باید د څارویو د واکسین برخه کې همکاري وکړي، څو یې د څارویو د له منځه تلو مخه ونیول شي.

د اسعداباد اوسېدونکي لعل‌محمد وویل: «زما درې څاروي د طبق پر ناروغۍ اخته شوي، دوه غواګانې مې ترې خدای ورغولې، خو یوه غوا مې مړه شوه؛ زما غوښتنه دا ده چې د زراعت ریاست پر وخت زموږ د څارویو لپاره د ناروغیو په مقابل کې واکسین راکړي.»

د  وټه‌پور ولسوالۍ اوسېدونکی عبیدالله چې درې اوزې یې د طبق ناروغۍ له امله له منځه تللې، د واکسین غوښتنه کوي او زیاتوي چې حکومت او همکارې موسسې باید دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه وویل: «موږ غریب او بېوزله خلک یو، د ژوند ورځنۍ اړتیاوې د مالدارۍ له محصولاتو پوره کوو، څاروي مو ناروغیو را تباه کړل، حکومت او مرستندویو ادارو ته په کار ده چې زموږ لاسنیوی وکړي.»

د کونړ د کرنې ریاست د رسمي شمېرو له‌ مخې، اوسمهال په دغه ولایت کې نږدې ۶۰۰ زره شخوند وهونکي حیوانات شته چې له ډلې یې شاوخوا ۳۵۰ زره د طبق پر ناروغۍ اخته شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.