Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تاجکستان ۴۹ افغان کډوال را ايستلي

کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې تاجکستان ۴۹ افغان کډوال را ایستلي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کډوال د غبرګولي په ۷مه او ۸مه را ایستل شوي او د کندوز د شېرخان بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د اعلامیې له مخې، ۳۶ را ايستل شوي کډوالو په تاجکستان کې د اوسېدو سندونه او ۱۲ یې پاسپورټونه او ویزې هم لرلې.

خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو ايستل شوو کسانو لامل معلوم نه دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې دغه کسان له ثبتېدو او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.