کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۴): عدلیې وزارت د ننګرهار په سرهرود ولسوالۍ کې د حاجي قدير ښارګوټي څه باندې ۱۲۳۲ جریب ځمکه د سندونو او مدارکو له مخې امارتي تثبیت کړې ده.
د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د مرکزي زون د غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د حکم له مخې، د حاجي قدير ښارګوټي یاده اندازه ځمکه چې د ننګرهار د سرهرود ولسوالۍ په فتحاباد او خیراباد ساحو کې ده، امارتي تثبیت شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي: «یادې اختصاصي محکمې د سندونو او مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو د متصرفینو د وړاندې کړو سندونو په هکله د معلوماتو په اخیستو سره، دا سندونه نامعتبره وبلل او پرېکړه یې وکړه چې تر دعوا لاندې ټوله ځمکه چې په شپږو کادستري قطعو کې موقعیت لري، امارتي ده.»