Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د حاجي قدير ښارګوټي ۱۲۳۲ جریب ځمکه امارتي تثبیت شوه

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۴): عدلیې وزارت د ننګرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې د حاجي قدير ښارګوټي څه باندې ۱۲۳۲ جریب ځمکه د سندونو او مدارکو له مخې امارتي تثبیت کړې ده.

د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د مرکزي زون د غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د حکم له مخې، د حاجي قدير ښارګوټي یاده اندازه ځمکه چې د ننګرهار د سره‌رود ولسوالۍ په فتح‌اباد او خیراباد ساحو کې ده، امارتي تثبیت شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي: «یادې اختصاصي محکمې د سندونو او مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو د متصرفینو د وړاندې کړو سندونو په هکله د معلوماتو په اخیستو سره، دا سندونه نامعتبره و‌بلل او پرېکړه یې وکړه چې تر دعوا لاندې ټوله ځمکه چې په شپږو کادستري قطعو کې موقعیت لري، امارتي ده.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.