Language

خوست کې سلګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي له منځه وړل شوي

خوست‌ښار (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۴): د خوست امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو ترلاسه شوي سلګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي نن د عامو خلکو او چارواکو په حضور کې وسوځول شول.

د مسوولینو په وینا، یاد توکي د تېر یوه کال په موده کې د خوست د امنیې قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت له‌ خوا د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې کشف او ضبط شوي وو.

د خوست امنیې قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیر واحدالله متوکل پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه توکي د ۴۵۶ جلا عملیاتو په پایله کې ترلاسه شوي وو چې په تړاو یې ۵۳۹ کسان نیول شوي هم دي.

نوموړی زیاتوي، نیول شوي کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق، ساتلو، پلور او دغه راز د استعمال په تور عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

د متوکل په وینا، سوځول شوو توکو کې ۱۹۲ کیلوګرامه چرس، نهه کیلوګرامه شیشه، ۲۶۳ ګرامه تریاک، ۱۸۷ ګرامه هیروین، ۴۷۷ ګرامه ټابلیټ کا، ۱۵ کیلوګرامه بنګ‌دانه، ۱۰۸ لیتره شراب، ۲۰۰ کیلوګرامه امونیم کلوراید، ۴۹ زره ۹۳۳ قلمه بېلابېلې نشه‌کوونکې ګولۍ، او ۴۴۰۰ لیتره اسیتون هغه کیمیاوي ماده چې د نشه‌يي موادو په تولید کې ترې کار اخیستل کېږي، شامل دي.

د هغه په خبره، د نشه‌يي توکو د استعمال او کاروبار مخنیوي لپاره یې خپلې هڅې چټکې کړې دي او دا اقدامات لامل شوي چې د پخوا په پرتله دغو توکو ته لاسرسی محدود شي.

بلخوا، د خوست یو شمېر اوسېدونکي د نشه‌يي توکو پر ضد د امنیتي ارګانونو هڅې ستایي، خو ټینګار کوي چې دا مبارزه باید لا جدي او پراخه شي.

د خوست يوه اوسېدونکي نورخان افغان پژواک ته وويل، په کار ده چې د نشه‌یي توکو د بنیادي مخنیوي لپاره لا زیاتې هڅې وشي څو د قاچاق، پېر او پلور مخه یې ونيول شي.