Language

امنیتي سرچینې: وسله‌والو غلو د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر وژلی

کندهار (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۴): په کندهار ولایت کې امنیتي سرچينې وایي چې د دغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر د وسله‌‌والو غلو له خوا وژل شوی دی.

یوې باوري امنیتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه دغه پېښه تېره ورځ د کندهار ښار ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند د یخ کارېز سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې یاد کس قاري سعیداحمد سالار نومېده او کور ته روان و چې د له غلو سره مخ شوی، دی یې وژلی او موټرسایکل یې ترې بيولی دی.

د سعیداحمد سالار یو خپلوان محمدحنیف هم وویل چې هغه څه موده مخکې نوی موټرسایکل اخیستی و او هماغه د غلو هدف ګرځېدلی دی.